Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نوري فایبر به د ټاپي ګازو‎نل‎لیکې خوا کې وغځول شي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي تېره ورځ( د کب۱۲مه) وايي چې له ترکمنستان څخه تر هندوستان پورې د نوري فایبر د کیبل غځیدل د تاپي پروژې یوه برخه بولي او زیاتوي چې تر بشپړېدو وروسته به یې د تاپي پروژې پر معیاري مدیریت سربیره د دې نل لیکې په اوږدو کې چټک انټرنټ هم وویشل شي.

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د تاپي د نوري فایبر پروژه به د هېواد د نوري فایبر له شبکې سره ونښلول شي.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزات سلاکار، خان زمان امرخېل وايي:«دا نوري فایبر چې کښل کېږي، له یوې خوا زموږ نوري فایبر لپآره یو ملاتړی دی او بل دا چې د ګازو په څېر د ترانزیت په بدل کې هم استفاده کولی شو.»         

بلخوا د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د معیاري انټرنټي خدمتونو په برخه کې د هېواد اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مخابراتو وزارت پر هغه نوري فایبر سربیره چې د تاپي پروژې په اډانه کې هېواد ته رسیږي نور پروګرامونه هم په پام کې لري.

داقتصادي چارو کارپوه، محمدعلي مشعل وايي:«په نورو هېوادونو کې نوري فایبر زیات کارول کېږي، او د افغانستان دیرش میلیوني نفوس هم ورته اړتیا لري. دا کولی شي چې د یوې برخې خلکو اړتیاوې پوره کړي، خو افغانستان کره او ساسي پروګرامونو ته په بیلابیلو سیمو کې اړتیا لری.»        

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې او سمهال د نوري فایبر شبکه چې په هېواد کې د ټکنالوژۍ او مخابراتو اصلي سرچینه ده ؛پنځه ویشتو ولایتونو ته پراخه شوې.

 دغه وزارت وايي چې تر پنځو نورو کلونو به د نړیوال بانک په مرسته د ډیجټل کاسا پروژې په عملي کیدو سره د هېواد د نوري فایبر شبکه په ټولو ولایتونو کې فعاله شي.

د نوري فایبر کیبل د څه باندې ۷۰۰ کیلو مټره اوږدوالی لري چې د هېواد له پنځو ولایتونو تېریږي او لګښت یې هم د تاپي پروژې په لګښت کې شامل دی

شریک یي کړئ