Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړیوال بانک له افغانستان سره د ۳۸۰ میلیونو ډالرو وړیا مرسته کوي

د نړیوال بانک مدیره پلاوي د افغانستان «ملي دسترخوان» او «کروندګرو سره د بېړني حالت او غذايي موادو تامین» پروژو لپاره د ۳۸۰ میلیون ډالرو مرسته تصویب کړې ده.

د نړیوال بانک خبرپاڼه کې چې سې شنبې(د زمري په ۱۴مه نېټه) خپور شوی په کې راغلي دي چې له افغانستان سره نوې وړيا مالي مرستې به پر بې وزلو کورنيو د کوويډ- ۱۹ ناروغۍ اغېزې کمې او غذايي خوندیتوب پياوړی کړی.

خبرپاڼه زیاتوي:«د دې مالي مرستې ۱۵۵ میلیونه ډالر د نړیوالې پراختيا ادارې، چې د نړۍ د خورا بېوزله هېوادونو لپاره د نړیوال بانک د مالي مرستو صندوق دی، او پاتې ۱۲۵ میلیونه ډالر د افغانستان د بیارغونې صندوق، چې نړيوال بانک يې د ۳۴ بسپنه ورکوونکيو په استازۍ د چارو مديريت کوي، لخوا برابرېږي.»

نړیوال بانک همداراز وايي دا پروژه به د افغانستان په ګوټ ګوټ کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه افغان کورنيو ته مرستې ورسوي. پر افغان کورنيو او ټولنې د کوويډ-۱۹ ناروغۍ د اغېز کمولو د مرستې پروژه به د ولسي تړون د ملي پروګرام تر چتر لاندې د يوې ورته پروژې هڅې پياوړې کړي.

د خبرپاڼې له مخې د مرستو ۱۰۰ میلیونه به د کرنې او خوراکي توکو رسولو بېړنۍ پروژې د تمويل لپاره ولګول شي او د دې مالي مرستې ۵۵ ميليونه ډالر د نړيوالې پراختيا ادارې او پاتې ۴۵ ميليونه ډالر د افغانستان د بيارغونې صندوق لخوا برابرېږي. د دې پروژې موخه د خوراکي توکو د محلي توليد زياتول او د مهمو سوداګريزو خوراکي توکو، لکه د غنمو چې د ۷۰ سلنه افغانانانو اساسي خواړه جوړوي، د رسولو کچه لوړول دي، چې په مرسته به يې د خوړو خوندیتوب پياوړی شي.

شریک یي کړئ