Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړیوال بانک: ناڅاپه د مرستو کمښت به تل پاتې سوله زیان منه کړي

نړیوال بانک په خپل راپور کې چې نن(پنج‎شنبې د لیندۍ په ۱۴مه نېټه) یې خپور کړی وايي چې که افغانستان سره نړیوالې مرستې په ناڅاپي توګه ودرول شي، ښایې دغه هېواد کې د تلپاتې سولې لید زیانمن کړي.

نړیوال بانک د یوه نوي راپور موندنې ښيي، چې افغانستان به له طالبانو سره تر احتمالي سیاسي هوکړې وروسته هم د نړیوالې ټولنې مالي مرستو ته له ۶ تر ۸ میلیارډه ډالرو ته اړتیا ولري.

دغه راپور په بېلابېلو سیاسي او اقتصادي شرایطو کې د افغانستان منځ‌مهاله مالي اړتیاوې څېړلې او ارزولي دي.

دغه راپور کې د افغانستان منځ مهاله اړتیاوې سیاسي او اقتصادي حالاتو ته په کتو څېړل شوې دي او په کې راغلي دي چې افغانستان کې لا هم د عوایدو او لګښت ترمنځ انډول نابرابر دی:‎« لا هم د افغان دولت ۷۵ سلنه بودیجه له نړیوالو مرستو تامين کېږي. د افغانستان کلنی مجموعي عوايد څه باندې ۲،۵ میلیارډ امریکايي ډالره اټکل شوی؛ خو د هر کال د لګښتونو کچه يې شاوخوا ۱۱ میلیارډ امريکايي ډالرو ته رسېږي.»

په دې راپور کې وړاندیز شوی چې نړیوالې مرستې باید په تدریجي ډول له افغانستان سره کمې شي:« "که څه هم نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلې مالي مرستې په تدريجي توګه کمولی شي؛ خو د مالي مرستو دغه کمېدل باید په ډېر احتیاط او ځير د افغانستان مالي اړتیاوو ته په پام داسې تر سره شي، چې د بنسټيزو خدمتونو وړاندې کولو بهیر او پراختيايي فعالیتونو بهیر اغېزمن نه کړي، ځکه چې د نړیوالو مالي مرستو ژر کمېدل د دوامدارې سولې بهیر اغېزمنولی شي.»

د نړیوال بانک د راپور له مخې، افغانستان د عوایدو راټولولو برخه کې پرمختګ کړی، خو د لګښت  او عوایدو ترمنځ انډول نامتوازن دی

شریک یي کړئ