Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د خیاطۍ یوې کارخونې د ورېښمې ماسکونو تولید پيل کړ

په هرات ولایت کې د خیاطۍ یوې کارخونې له ۱۵ ورځو راهیسې له ورېښمي ټوکر د ماسکونو جوړول پيل کړي دي چې تراوسه یې ۵۰۰۰ ماسکونه تولید کړي دي.

د کارخونې څېښتنه وايي چې د دا ډول ماسکونو د استفادې لپاره ورېښمي ټوکر ډېر ګټور دی او تر ډېره بریده د کورونا ویروس له خپرېدا مخنیوی کوي.

د دغې کارخونې څېښتنه ریکا سادات وايي چې پخوا یې د ورېښمي جامو تولیدات لرل، خو د کورونا ویروس له خپرېدو سره اوس یې پرېکړه کړې ده چې له ورېښمي ټوکر څخه ماسک جوړ کړي.

مېرمن سادات په دې اړه وویل:«موږ پرېکړه وکړه چې ماسکونه جوړ کړو او د جامو تولید له ماسک سره بدل کړل. د هغوی یو ډول له نخ څخه خپلو هېوادوالو ته جوړوو او د هغه بل ډول چې له ورېښمو دي د پلور لپاره بهر ته جوړوو.»

د دغه کار خونې مالکه وايي چې د ورېښمو صنعت ځور ته په کتو، غواړو چې له دې لارې د هرات تولید شویو ورېښمو لپاره، بازار پیدا کړي.

مېرمن سادات زیاتوي:«د لېږد په حالت کې دي، ځکه لږه وخت کېږي چې موږ استولي دي. انځورونه او بېلګې مو چې استولي دي ډېر یې خوښ کړي دي، له همدې امله موږ ۳۰۰۰ ماسکونه چمتو کړي دي.»

د ریکا سادات ترڅنګ په دغې کارخونه کې ۴۰ نور کارکوونکي هم پر کار بوخت دي، چې سړي په کارخونه او مېرمنې هم په کور کې ماسکونه تولیدوي.

یو له خیاطانو په دې اړه وویل:«د دې لپاره چې د کورونا ناروغي هېواد ته راغلې ده، موږ له ورېښمو کیفیت لرونکي ماسکونه تولید کړي دي او غواړو چې د دغو ماسکونو له تولید سره د خپلو هېوادوالو ژوند وژغورو.»

بل خیاط میریاور هم څرګندوي:«د ورېښمو ټوکر دی او کیفیت یې ډېر لوړ دی او موږ دغه ماسک جوړوو او له ټيټې بیې سره یې پلورو.»

د دغو کارکوونکو په وینا دننه په ماسک کې له نخي ټوکر هم استفاده کوي، چې د مخ د جلد لپاره ډېر ګټور دی او همدارنګه دغه ماسکونه د مینځلو وړتیا لري.

د دغې کارخونې د څېښتنه پر ګډون، ۴۰ تنه نور کارکوونکي پر کار بوخت دي، او مېرمنې له کورونو ماسک تولید وي.

شریک یي کړئ