Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد ته هر کال د ۷ مېلیونه ډالرو په ارزښت ښکاري ټوپک واردېږي

د کال څه باندې اوه مېلیونه په ارزښت، ښکاري ټوپک چې د خلکو له خوا استفاده کېږي، افغانستان ته واردېږي.

د احصائیې د ملي ادارې شمېرې ښيي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د دوه نیم مېلیونه ډالرو په ارزښت ښکاري ټوپکونه وارد شوي دي.

د دغې ادارې په وینا، ډېری دغه ټوپک له ترکیې، روسیې، ایټالیا، سلواکیا، چین ایران او پاکستان څخه افغانستان ته واردېږي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي چې د دغو ټوپکو له واردولو مالیه اخیستل کېږي:«د ګمرکونو د قوانینو او د تعرفه د لارښونې پر بنسټ له دغو مجازو ټوپکو ۱۶ سلنه ګمرکي تعرفه وضع کېږي.»

کابل منډوي کې د لطیف سرای، په هېواد کې د ښکاري ټوپکونو د پلورو له تر ټولو لویو مرکزونو ګڼل کېږي.

په دغه سرای کې هر یو دغه ښکاري ټوپک له نژدې سلو ډالرو تر څه باندې زرو ډالرو پورې پلورل کېږي.

دا ټوپکونه پوځي ټوپکونو ته زیات ورته والی لري چې کولای شي حد اکثر تر لسو زیاتې پرلپسې ډزې وکړي. 

که څه هم د دغه مرکز سوداګر د خپل کارو بار په تړاو له رسنیو سره خبرو ته لېوالتیا نه لري؛ خو د ورځې لسګونه تنه، د ښکاري ټوپکونو او یا په هغو پورې د اړوندو تجهیزاتو د پېرلو لپاره دلته راځي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، هغه شرکتونه چې د صادراتو او وارداتو جواز ولري کولی شي، هېواد ته ښکاري ټوپکونه راوړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې اوس‎مهال څه باندې اته زرو ۴۸۰ سوداګریز جوازونه وېشل شوي دي. او هر یو سوداګر چې د وارداتو جواز ولري؛ ښکاري ټوپکونه هم واردولای شي.

د اقتصادي چارو کارپوه ایرج فقیري په دې اړه وايي:«د وسلې او هغه ته ورته توکو واردات، یوه دقیق او روڼ چوکاټ ته اړتیا لري، څو د دې ترڅنګ چې د سوداګرو شخصي ګټه په پام کې ونیول شي، باید ملي ګټه په لومړي سره کې وي.»

د احصایې ملي ادارې په وینا، ډېری دغه ټوپک له ترکیې، روسیې، ایټالیا، سلواکیا، چین ایران او پاکستان څخه افغانستان ته واردېږي.

شریک یي کړئ