Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره۳۰مېلیون ډالرو ته اړتیا لري

طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د ژمي د چمتووالي او همدارنګه له هغو کسانو سره د مرستې لپاره چې د سږکال د ژمي له طبیعي پېښې به زیانمن شي، ۳۰ مېلیون ډالرو ته اړتیا ده.

په وروستۍ یوې اوونې کې سالنګ کې د درنو واورو د اورېدو شاهد و؛ د کابل د شمال په ځینو ولسوالیو کې سېلابونو څو کورونه وران کړل او له بله پلوه د بې مخینې ږلۍ اورېدو د شمالي د انګورو بڼوال سخت زیانمن کړل. 

دا ټول یوازې د هغه ژمي پیلامه ده چې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت یې په وروستیو څو کلونو کې تر ټولو سوړ او اوږد ژمی بولي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزیر نجیب آقا فهیم څرګنده کړه:«د هوا هغه حالات چې اوس د افغانستان پر جفرافیې واکمن شوي، د اټکل وړ دي. د هوا حالاتو تحلیل د دې ښودنه کوي چې ژمی ژر رارسېږي او یو لږ به اوږد هم وي. د دې لپاره موږ له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره یو پلان چمتو کړی و چې له نېکه مرغه تېره ورځ له طبیعي پېښو سره د مبارزې عالي دولتي کمېسیون کې تصویب شو.»

په دغه راز وضعیت کې بهرني مرستندویان هم لکه افغان حکومت تر ډېره د بي ځایه شویو پر ستونزو د غور کولو په تړاو اندېښمن دي.

د دوشنبې په ورځ په کابل کې د جاپان سفارت له افغانستان سره د دغه هېواد د هغو تازه مرستو خبر ورکړچې ټاکل شوې ده د نړۍ د خوړو د پروګرام له لوري ولګول شي.

په افغانستان کې د جاپان سفارت مرستیال یوشیاکی تاکاهاشي څرګنده کړه:«طبیعي آفتونو او د انسانانو په لاس راوړلاړو شویو افتونو په دغه هېواد کې ټولټال دوه مېلیون تنه بې ځایه کړي چې د خپل ژوندانه د دوام لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري. د دغه وضعیت په پام کې نیولو سره جاپان پرېکړه کړې چې د ۳۰۰ مېلیون ینو په ارزښت خوراکي توکي برابر کړي.»

په افغانستان کې د نړۍ د خوړو د پروګرام رییس زلاتان میلیسیچ هم وايي:«د جاپان دولت په دغو تازه مرستو سره د نړۍ د خوړو پروګرام وکړای شول د حیاتي خوړ په برابرولو سره څه باندې یو سلو اویا زرو تنو ته مرستې ورسوي. له دغو مرستو به تر ډېره د جګړو او طبيعي پېښو له امله بې ځایه شوي؛ امیند وارې مېرمنې؛ شیدې ورکوونکې میندې او هغه ماشومان چې له ناوړه تغذیې ځورېږي ګټه واخلي.»

د جاپان په تازه مرستو کې د درې زره ټنه اوړو پېرل شامل دي چې له پروسس او په نورو اړینو خورکي توکو د بډایه شویو اوړو له تولید وروسته به د بې ځایه شویو به واک کې ورکړل شي.

دا بې ځایه شوي اړ دي چې سوړ او اوږد ژمی په همدغو ځایونو کې تېر کړي.

شریک یي کړئ