Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د خصوصي سکتور نامالوم برخلیک په تړاو اندېښنه

 د سوداګرۍ خونو مسوولین سره له دې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې لاسلیک هېواد کې د سوداګرۍ زمینو برابرو لپاره مثبت ګام بولي، خو وايي چې د اقتصادي نظام او لویو اقتصادي مسایلو په تړاو اندېښنه لري.

دوی وايي تر اوسه نه ده څرګنده چې هېواد کې د سولې راتګ سره به اقتصادي نظام همدا ډول پاټې کېږي او که نه؟

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس، سید زمان هاشمي  وايي:«آیا د افغانستان د اقتصادي نظام ازاد بازار دی وروسته له خبرو؟ او همداراز سیاسي نظام چې په اړه یې ټاکل شوې خبرې وشي، باید د خصوصي سکتور لپاره ځواکمن غږ پورته شي، هلته چې موضوعات د خصوصي سکتور په اړه دي او همداراز د خصوصي سکتور ځای په اړه خبرې وشي.»

سوداګر، ضیاء الحق وزیرزی زیاتوي:«د سولې بهیر کې دې خصوصي سکتور هم شامل وي. زه له دولت نه غواړم چې دغو خبرو کې د خصوصي سکتور استازی هم وي او نظریاتو ته یې پام وشي.»

بل خوا د نړیوالې سوداګرۍ یو شمېر غړي د هېواد اقتصادي وضعیت مناسب نه بولی او وایي چې حکومت او نړیواله ټولنه باید په هېواد کې د کارو بار د پراختیا زمینې برابرې کړي.

په افغانستان کې د نړیوالې سوداګرۍ د خونې مرستیال، ابراهیم جعفري څرګندوي:«باید تل ټولو خبرو کې پر خصوصي سکتور یې اغېزه په پام کې ونیسي، ځکه چې د افغانستان خلک ډېر یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، هر څوک چې د وطندوستي ادعا کوي دا خلک باید له دې بد اقتصادي حالته وباسي.‎»

د سولې د خبرو اوږدېدل ؛ او دغه راز د ټاکنو بهیر پر نورو ستونزو سربیره ددې لامل شوي دي چې په تېر یو نیم کال کې په هېواد کې سوداګریزې چارې او پانګونې ټکنۍ شي.

 بل خوا یو شمېر کارپوهان وایي چې حکومت او نړیواله ټولنه باید د خصوصي برخې د باورجوړونې لپاره هڅې وکړي.

شریک یي کړئ