د هرات په صنعتي ښار کې د سیرومو لومړنۍ کارخونې د کابو یو میلیون ډالرو په لګښت د یوه خصوصي شرکت لخوا کار پیل کړ او دا په هېواد کې د سیرومو د تولید لومړنۍ کارخونه بلل کېږي.
دغه کارخونه کې د ورځې نېږدې ۱۲زره لیتره سیروم تولیدیږي چې د هېواد په بازارنو کې به اړتیا پوره کړي.
د یادې کارخونې مسوول، محمدرضا عالمي وايي:«اوس مهال موږ اته ډوله سیروم تولیدوو، ښایې راتلونکي کې پیچکارۍ هم تولید کړو، ځکه زموږ جواز د زرقي توکو د کار لپاره دی.»
په همدې حال کې د هرات د روغتیا ریاست په دغه کارخونه کې د تولیدېدونکي سیرومو کیفیت ښه بولي او زیاتوي چې ټول دولتي او خصوصي روغتونونه به له دې سیروم نه استفاده وکړي.
د هرات د عامې روغتیا رییس، عبدالحکیم تمنا زیاتوي:«دا لومړی ځل دی چې سیروم تولیدیږي، ځکه ارزښت لري، دا سیروم دوه ځله ازمایښت شوی دی او کیفیت یې ښه دی. وروسته له دې بیا د تولید لوري ته له خیره ځو.»
په همدې حال کې د هرات سیمه ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د تولید شوي سیرومو ملاتړ په موخه به د ورته وارېدېدونکو توکو مخنیوی وکړي.
د هرات والي، عبدالقیوم رحیمي څرګندوي:«خپل صنعتکاران تشویقوو او ملاتړ یې کوو، اوس اړتیا نشته چې له بهره سیروم وارد شي.»
همداراز د هرات د صنایعو او معادنو خونو رییس، حمیدالله خادم زیاتوي:«تر دریوو، څلورو میاشتو کې به دوې نورې کارخونې به هم د هرات صنعتي ښارګوټي کې پرانیزو او ۸کارخونې به شي چې د درملو برخه کې به تولید ولري.»
اوس مهال هرات کې په تازه جوړه شوې کارخونه کې اته ډوله سیروم تولیدیږي چې د هرات ولایت د روغتونونو اړتیاوې پوره کوي.
در حال حاضر هشت نوع سیروم در این کارخانه تولید می شود که بخشی از نیازمندی های شفاخانه های هرات را تامین می کند.