Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د ټاپي پروژې عملي کار نن پیلیږي

ولسمشر غني پنج‎شنبې( د کب پر درېیمه) د ټاپي پروژې د عملي چارو د پرانیستو په موخه هرات ولایت ته ولاړ.

ټاکل شوې ده چې د دې پروژې عملي چارې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي محمدوف، د پاکستان لومړي وزیر خاقان عباسي او د هند په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې سوشما سوارج په ګډون په هرات کې پرانیستل شي.

د ګازو دغه ۱۷کیلومتره په اوږدوالي نل‎لیکه د افغانستان له خاورې پاکستان او هند ته رسیږي.

ولسمشر غني د ټاپي پروژې پیل د افغانستان اقتصادي ودې او له سیمې سره یې د اړیکې په برخه کې مهم ګام بللی دی او زیاته کړې یې ده:«د اقتصادي ودې او له سیمې سره د اړیکو لړۍ به له دې ځایه(هرات) فرهنګي او اقتسادي مرکز څخه پیل شي.»

ولسمشر غني په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي دي چې په دې لړ کې به دترکمنستان، پاکستان او هند مشرانو سره هم لیدنې ولري.

د ټاپي پروژې د ګازو نل‎لیکې له ۷۰۰ کیلیو مترو ډېره برخه له افغانستان څخه ویريږي.

بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، د ټاپي پروژې له ګازو څخه به د هیواد په پرمختګ کې ګټه واخیستل شي او اوس مهال د ټاپي پروژې له ګاز څخه ګټې اخیستنې په طرحه کارجدي روان دی.

د یاد وزارت ویاند، عبدالقدیر مطفی څرګندوي:«د ټاپي پروژه افغانستان لپآره د یوه اقتصادي کږلیچ په توګه ارزښت لري.»

د ټاپي پروژې د چارو پيلولو سره د هیواد اقتصادي او سیاسي وضعیت ښه کیدو ته د خلکو هیلې راټوکیدلې دي.

په همدې حال کې دسوداګرۍ وزارت د پلان او پالیسي معین څرګندوي:«د دې نل لیکي له ګازو افغانستان کولی شي چې په صنعت او تولید کې کار واخلي.»

د ټاپي پروژې څخه د ملاتړ په موخه مدني ټولنې هڅې پيل کړي دي.

لومړني مالومات ښه يي چې له دې پروژې څخه پر ګټې اخیستنې هر کال به له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته د ۳۳ ملیارډه متره مکعبه په اندازه ګاز ورسیږي.

دغه راز، افغانستان به هر کال له دې ګازو کافي ګټې اخیستنې سربیره د ګازو نلیکې د ترانزیټ څخه هم پنځه سوه میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړي.

د کانونو او پترولیمو وزارت وايي چې افغانستان به د دې پروژې له لارې هر کال ۵۰۰میلیون ډالره د ترانزیت، او په لومړي ګام ې تر لسوکلونو۵۰۰ میلیونه مترمکعبه ګاز او تر شلو کلونو پورې به یو میلیارډ مترمکعب کاز ترلاسه کوي

شریک یي کړئ