Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د ټاپي پروژې پلي کولو کې د ځنډ احتمال

د کانونو وزارت چارواکي تېره ورځ(شنبې د غويي۲۲مه) وویل چې د ترکمنستان څخه افغانستان ته د ګازو نل‎لیکې لیږد نشتوالي ترڅنګ، تر دې دمه د دې پروژې لپاره ځمکې نه دي استملاک شوي.

 کارپوهان وايي د تاپي پروژې د پرانستلو لپاره یونیم کال وخت پاتې دی خو حالاتو ته په کتو سره دا پروژه به څو کاله وخت ونیسي.

که څه هم پنځه میاشتې وړاندې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کولو بهیر د بیلګې په توګه پروژې کې د شاملو څلورو هېوادونو له لوري پېل شو، خو اوس د کانونو وزارت وایي چې په هېواد کې د ترکمنستان د ګازو د نل لیکې د جوړیدو پړاو ته د رسیدو لپاره لومړی باید د دې پروژې د چاپیریالي څېړنو، د هېواد په ۲۲  ولسوالیو کې د ګازو د نل لیکې  د تګ‎لورې د مشخص کولو او د هغو ځمکو د استملاک چارې بشپړې شي چې دا نل لیکه غځول کیږي.

د کانونو وزارت ویاند، عبدالقدیرمطفی وايي:«موږ د چاپيریال په اړه تر څېړنو وروسته او همداراز د ځمکو استملاک وروسته د ودانیزو چارو باندې پیل کوو، یعنې یو شمېر پړاونه به مخکې  ترسره کېږي.»

بلخوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د ټاپي پروژې په عملي کولو کې د حکومت پر کمزورو کړنو نیوکه کوي او وایي چې د ملي یوالي حکومت باید تر اوسه لږ تر لږه ددې پروژې د عملي کیدو لپاره زمینه برابره کړې وی.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهان د ټاپي پروژې د پلې کېدو لپاره د حکومت کمزورې کارکړنې پاندې نیوکه کوي او زیاتوي چې د ملي یووالي حکومت باید د دې پروژې د پلې کېدو لپاره اړینې چارې پر مخ بېولي وی.

د کانونو او پترولیمو چارو کارپوه، سید زمان هاشمي وايي:«هغه وخت چې پاتې دی شاید چې د دې پروژې د پلې کولو چارو لپاره کم وي او ښايي دا ګار په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې جریان پیدا کړي.»

همداراز د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ټاپي پروژې په عملي کولو کې د حکومت پڅ کار د دې پروژې د راتلونکې لپاره د ستونزو راولاړوونکی بولي.

 د ولسي جرګې غړې، سمین بارکزۍ څرګندوي:«له حکومت څخه غوښتنه کوو چې په دې پروژه کې پڅ کار ونه کړي، که داسې دوام وکړي نو لوی اقتصادي زیان سره به هېواد مخامخ شي.»

ټاپي پروژه چې له مخې به یې په کال کې د ترکمنستان ۳۳ متر مکعب ګاز د یوې نل‎لیکې له لارې افغانستان، پاکستان او هند ته ورسيږي په سیمه کې یوه له لویو اقتصادي پروژو ده.

دا نل لیکه ۱۸۰۰ کیلو مټره اوږدوالی لري چې په پروژو کې شاملو څلورو هېوادونو کې غځول کیږي او څه باندې ۷۳۵ کیلومټره یې د افغانستان له  ۲۲ ولسوالیو او نا امنو سیمو  تیریږي.

ګټې اخیستنې ته به د ټاپي پروژې په سپارل کیدو سره  افغانستان هر کال له دې پروژې نه د پوره ګازو پر تر لاسه کولو سره بیره  څه باندې ۴۰۰ ملیون ډالره د ټرانزيټ د حق په توګه تر لاسه کړي.
 
د کانونو وزارت چارواکي واييچې تر اوسه پورې د ټاپي پروژې د پلې کېدو په اړه د ۱۱ هوکړو له ډلې یوازې اووه یې لاسلیک شوي دي

شریک یي کړئ