د کرنې او اوبو لګونې وزارت چارواکي وايي سږکال په تخار کې د پیازو حاصلات څه باندې۶۰ زره ټنو ته رسیدلي دي چې له هر جریب ځمکې شاوخوا ۱۴ زره کیلوګرامه پیاز راټول شوي دي.
د کرنې او اوبولګونې وزارت ویاند، اکبر رستمي وايي:«هېواد کې د میوو او سبزیو حاصلاتو د کچې زیاتوالي سره داسې ښکارې چې د پیازو تولید هم زیاد شوی دی.»
خو د هېواد د پیازو لپاره د بازار نشتوالی له ننګونو شمېرل کېږي.
د سوداګرۍ اوپانګونې خونه وایي چې ګاونډي هېوادونه باید په خپلو سیاستونو سره د هېوادونو تر منځ اړیکي ترینګلي کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي لومړی مرستیال، محمد یونس مومند زیاتوي:«بازارموندنه یوه سم میکانیزم ته اړتیا لري، نور هېوادونه باید داسې کار ونه کړی چې زیان یې افغان سوداګرو او کروندګرو ته ورسیږي.»
اوسمهال د پلازمېنې په بازارونو کې یو کیلو پیاز تر پنځلس افغانۍ پلور کیږي.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د کرنې د برخې رییس وایي چې د کرنې وزارت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د کرنیزو توکو لپاره په بازار موندنه او د هغو د پروسس لپاره د کارخونو په جوړولو کې لږ کار کړی دی.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د کرنی د برخې رییس، محمد یاسین فرهمند څرګندوي:«که پر یوه محصول دېرش افغانۍ ولګول شي، ګروندګر اویا افغانۍ زیان کوي او بیا راتلونکي کال کې هغه توکی نه کري.»
د کرنې او اوبو لګونې وزارت شمېرې ښيې چې پروسږکال په ټول هېواد کې د پیازو ۱۳۵زره ټنه حاصلات راټول شوی وو.
تخار، بغلان، لوګر، غزني، هرات او فراه د هېواد هغه ولایتونه دي چې په هېواد کې د پیازو تر ټولو ډېر حاصلات لري.