د کرنې او اوبو لګونې وزیر وایي، د شاتو تولید په کال کې څه باندې ۲ زره ټنو ته رسېدلی او اوسمهال د هېواد ۳۳ ولایتونو کې شاوخوا ۶ زره او ۵۰۰کسان د شاتو د مچیو په روزنه بوخت دي.
خو له بلې خوا د شاتو مچیو روزونکي وايي چې د سم بازار نشتوالي له کبله نشي کولی چې د شات په بدل کې ښه عواید ولري.
په پلازمېنه کابل کې د هېواد له ګوډ ګوډ څخه د شاتو مچیو روزونکي سره راټول شوي او په ولایتونو کې د کرنې ریاستونو د نه همکارۍ شکایت کوي او له کرنې وزارت څخه غوښتنه کوي چې ورسره تخنیکي مرسته وکړي.
یو تن د مچیو روزونکی، صلاحالدین وايي:«د بورې یا هم تقلبي عسل له ګاونډیو هېوادونو راځي. د ګل عسل څوک نه کاروي. د ګل او بورې عسلو توپير کوونکې مرجع نشته.»
بل تن د مچیو روزونکی، حاجي محمد وايي:«ځکه چې موږ کار نوی پیل کړی دی، د وسایلو او بسته بندۍ په برخه کې، موږ ته باید روزنه راکړل شي تر څو ښه وکارول شي.»
بل پلو د کرنې او اوبو لګولو وزارت پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو باندې ټینګار کوی، خو له هغوی غواړي چې خپل کارونه په ښه کیفیت او معیاري توګه پر مخ یوسي.
د کرنې او اوبو لګونې وزیر، نصیر احمد دراني وايي:«تاسو که د شاتو کیفیتښه وساتئ، څنګه به بهرنی او کورنی بازار ونلري؟ زما وړاندیز دا دی چې تاسو د شاتو کیفیت ته توجه وکړئ، نه هم ځان ته، او نه هم د هېواد ملي ګټو ته زیان ورسیږي.»
اخوا د کرنې او اوبو لګولو وزارت لپاره د فرانسې د مرستندوی دفتر چې هېواد کې د شاتو د مچیو ساتنې د پراختیا پروګرام پر مخ وړي هم د مچیو د یو شمیر ساتونکو له لوري د ګلانو شیره او د بورې ګډول په هېواد کې د مچۍ ساتنې پر وړاندې یوه لویه ستونزه بولي.
له بلې خوا د کرنې وزارت سره د فرانسې د همکاریو دفتر هم له شاتو سره د بورې شربت ګډول په هېواد کې د شاتو تولید ودې پر وړاندې خنډ بولي.
ددغه دفتر رییس، ادریس روؤف وایي، د مچۍ ساتنې د صنعت د عاید زیاتولو لپاره باید دغه صنعت د یوازې د یوه څیز له تولیده خلاصون ومومي او نورتوکي هم تولید کړي.
دی وړاندې وايي:«وسني وخت کې اصلي شات سره له دې چې لوړ غذايي ارزښت لري او د ښه خوړو او مرسته کوونکو خوړ په توګه پېژندل کېږي، ترڅنګ یې په مهمو درملو او روغتیا برخه کې هم کارول کېږي.»
په همدې حال کې د کرنې وزیر وايي سره له دې چې په هېواد کې د شاتو مچیو روزنې ته اوس پام شوی، خو د تېر کال لاسته راوړنې ښې دي.