Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکل شوې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ هوايي کږلیچ رامنځته شي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند دوشنبې( د سلواغې۱۶مه)وايي چې د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د هوايي کږلیچ پر رامنځته کولو د دواړو هېوادونو د استازو تر منځ خبرې شوي دي او په دې برخه کې د کاري ډلو کار پیل شوی.

نوموړی وايي چې د افغانستان او نورو هېوادونو تر منځ د هوايي کږلیچونو جوړیدل به ګټور وي.

له دې ډلې سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قزاقستان، آزبایجان او اندونیزیا هغه هېوادونه دي چې اوس اوس له دغو شرکتونو سره د افغانستان دهوايي کږلیچونو د رامنځته کولو طرحه جوړه شوې ده.

د یاد وزارت ویاند، مسافر قوقندي زیاتوي:«په ټوله کې خبرې شوې دي او وروسته به کمېټې پرې کار پيل کړي چې کوم هېوادونه به د کارګو له لارې زموږ لپاره ګټه لري تر څو په ښه بیه لږ وخت کې په ښه معیار خپلې مېوې صادرې کړو.»

همداراز د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې اندونیزیا د افغانستان د محصولاتو لپاره مناسب بازار دی او دواړو هېوادونو تر منځ د هوايي کږلیچونو په رامنځته کېدو سره به هڅه وکړي چې د افغانستان وچه او لمده مېوه لاسي صنایع او طبي بوټي دغه هېواد ته صادر کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند وايي چې د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د سوداګریزو اړیکو په پراخیدو سره د دواړو هېوادونو د سوداګرو تر منځ د ګډو پانګونه زمینه برابریږي.

صیام پسرلی څرګندوي:«هوايي کږلیچ په  داسې حال کې ګټه لري چې ګاونډي هېوادونه له موږ سره همکاري نلري او نه شو کولی چې صادرات ولرو بیا نو د هوا له لارې موږ ته مناسبه لار ده.»

اخوا د ولسمشر د  جګپوړي سلاکار د رسنیو د برخې مسوول وايي چې د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلیز د فعالیت په پیلیدو سره تر اوسه هند ته  په ۶۵ الوتنو کې څه باندې ۱۰۰۰ ټنه سوداګریز توکي صادر شوي دي.

نوموړی دغه راز زیاتوي چې ټاکل شوې ده په راتلونکې اونۍ کې قزاقتسان ته هم د هوا له لارې د توکو د صادریدو لاره اواره شي.

د ولسمشر د مشاوریت د رسنیو مسوؤل، سمیر رسا څرګندوي:«هڅه کوو چې په راتلونکې اوونۍ کې قزاقستان ته زموږ لومړۍ الوتنه پیل شي او بیا به مو الوتنې په منظم ډول هند او قزاقستان ته دوام ولري.»

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په وینا له اندونیزیا سره د افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه  شپږ ملیون ډالرو ته رسیږي.

 و د دوی په وینا د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د ګډ هوايي دهلیز د فعالیت په پیلیدو سره به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه څو برابره زیاته شي.

افغانستان د هند ترڅنګ په پام کې لري چې له پنځو نورو هېوادونو سره چې د افغانستان تولید شوي توکي په کې مناسب باور لري، هوايي کږلیچونه جوړ کړي

شریک یي کړئ