Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان په مشروطه توګه خپل مرز د افغانستان د توکو پر مخ پرانیزي

پاکستان ته د هېواد د صادراتو له درې میاشتو  په ټپه درېدو وروسته پاکستاني چارواکي وايي چې دغه بهیر به په مشروطه توګه بیاپیل شي.

پاکستان همدارنګه اجازه ورکړې ده چې د دغه هېواد له لارې هند ته د یو لړ محدودیتونو په شرط د افغانستان د صادراتي ولېږدول شي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکي وايي چې د پاکستان نوي شرایط دا دي چې د ورځې سل موټر - هغه موټر چې د پاکستان توکي افغانستان ته لېږدوي - وکړای شي د افغانستان توکي پاکستان او له دغې لارې هند ته ولېږدوي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت شمېرې ښيي چې له کرنټين مخکې، د ورځې پنځه سوه موټرو د افغانستان توکي پاکستان ته صادرېدل.

په تورخم کې سوداګر وايي چې له دې میاشتو راهیسې په داسې حال کې چې پاکستان ته د افغانستان صادرات په ټپه درېدلي وو، خو پاکستان خپل توکي افغانستان ته وارد وي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اطلاعاتو او اړیکو رییس جواد دبیر په دې اړه وویل:«پاکستان زموږ لپاره دوه غوراوي وړاندیز کړل. یو دا چې هغه موټر چې پاکستاني توکي افغانستان ته لېږدوي د افغانستان د صادراتي توکو لپاره له دغو موټرو استفاده وشي.»

بل خوا یو شمېر سوداګر وایي چې د دغو پلانونو په پلې کېدو سره پاکستان غواړي چې د بارچلانۍ برخې ته د زیان رسولو تر څنګ دغه هېواد او له دغه هېواد نه هند ته د ډېرو صادراتو مخه ونیسي.
 
سوداګر سردارمحمد وايي:«پاکستان په هغه اندازه چې له کرنټین مخکې د افغانستان توکي، له محدودیت پرته پاکستان ته صادرېدل، اجازه ورکړي چې د افغانستان توکي دغه هېواد ته صادر کړي، له هغې پرته دا محدودیتونه زموږ د صادراتو لپاره سترې ستونزې رامنځته کوي.»

د سوداګرۍ او صنایعو خونه د پاکستان له لوري د هېواد پر ټرانزیټي او سوداګریزو توکو د محدودیتونو لګول کېدل د نړیوالو قوانینو پر خلاف بولي او له حکومته غواړي چې د شته سیمه ییزو او نړیوالو سوداګریزو قونینو له مخې عمل وکړي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند هم څرګندوي:«موږ ته ډاډ راکړل شوی چې د پاکستان لارې په بشپړه توګه خلاصېږي.»

د لومړنیو معلوماتو له مخې د هېواد په سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې اوس مهال پاکستان ته د صادراتو لپاره د مېوو او سبو سلګونه موټر چمتو دي.

د پاکستان نوي شرایط دا دي چې د ورځې سل موټر - هغه موټر چې د پاکستان توکي افغانستان ته لېږدوي - وکړای شي د افغانستان توکي پاکستان او له دغې لارې هند ته ولېږدوي.

شریک یي کړئ