Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"پر ایران د امریکا بندیزونو د چابهار بندر پر فعالیتونو اغېزه کړې"

د کانونو او صنایعو خونه وايي، پر ایران د امریکا بندیزونو چابهار بندر کې د افغانستان د سوداګریزو فعالیتونو مخه نیولې ده.

د دې خونې مرستیال وايي، اته میاشتې کېږي چې د دغه بندر له لارې د شوکاڼي یوه جوپه هند ته استول شوې، خو سوداګرو پر ایران د لګېدلیو بندیزونو له کبله د دغې جوپې پیسې لا هم ترلاسه کړي نه دي.

د صنایعو او کانونو خونه وايي چې، له دغې لارې همدا وروستي صادراتي توکي و، چې ولېږدول شول؛ ځکه د بندیزونو له امله د صنایعو مالکانو لا تر اوسه د خپلو سوداګریزو توکو پیسې نه دي ترلاسه کړي.

د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان په دې اړه وايي:«کابو زر ټنه شوکاڼی (تالک) د چابهار بندره صادر شو، چې هند ته هم رسېدلي، په اتو میاشتو کې صادر کوونکي ونه توانېدل چې خپلې پیسې ترلاسه کړي.»

له بل لوري، ټرانسپورت وزارت سره له دې چې، له بندیزونو د چابهار بندر پر معافیت ټینګار کوي؛ خو دا هم مني چې، د چابهار بندر په لاره کې د سوداګرۍ په برخو کې لا هم ستونزې شته.

د ټرانسپورټ وزارت ویاند علي سینا ساید وویل:«د چابهار بندر د امریکا له بندیزونو مستثنا دی او که چېرې ستونزې موجودې وي، د ټرانسپورټ وزارت د هغه حل ته ژمن دی.»

د چابهار بندر هوکړه لیک، د ۲۰۱۶ زکال په مې میاشت کې د افغانستان، هند او ایران تر منځ لاسلیک شو. دغه بندر افغانستان د اوبو له لارې مخامخ له هند او نورو هېوادونو سره نښلوي.

خو د افغانستان په وارداتو او صادراتو کې د چابهار بندر اهمیت په څه کې دی؟

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالرشید جانباز په دې اړه وايي:«د توکو د لېږد رالېږد په واټن کې ډېره اغېزه لري. لکه څرنګه چې د چابهار بندر د کراچۍ بندر په پرتله ۷۰۰ کیلومټره او د عباس بندر په پرتله ۹۰ کیلومټره د هېواد مرکز ته نږدې دی.»

یوه اوونۍ مخکې هند د امریکا له لوري د چابهار بندر د معافیت د غځېدو خبر ورکړ.

خو په دغه معافیت کې لا هم د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې پیسې نه شاملېږي. او دا هغه څه دي چې، پر دغې لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو د ودې مخنیوی یې کړی دی.

اته میاشتې مخکې د چابهار بندر د امریکا له بندیزونو د معافیت له اعلان وروسته، د هیواد د تالک په ګډون په پنځوسو کانتینرونو کې یوه اندازه سوداګریز توکي له دغې لارې هند ته صادر شول.

شریک یي کړئ