Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په اسلام آباد کې د ټاپي پروژې ۱۹ غونډه بې پایلې پای ته ورسېده

که څه هم ټاکل شوې وه په دې غونډه کې د دغې پروژې د پيل وخت او د هغې پلي کوونکی شرکت وټاکل شي؛ خو د ترکمنستان او د پروژې د پلي کوونکو شرکتونو تر منځ د اختلاف له امله، د دغې پروژې ستونزه څرګنده نه‎شوه.

د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګاز د لېږد پروژې ۱۹ غونډه په اسلام آباد کې د چهارشنبې د سهار څخه پیل شوه؛ خو د څلورو هېوادونو د نفت او ګاز وزیران او د ترسره کوونکو شرکتونو استازي د ورځې تر پایه د پروژې د پيل د وخت او د پروژې د ترسره کوونکو شرکتونو په اړه پرېکنده پایلې ته ونه‎رسېدل.

که څه هم د دغې پروژې پلي کېدل د فرانسوي، چینې او روسي شرکتونو څخه جوړې کنسرسیومۍ له‎خوا د فرانسې د توتال شرکت په مشرۍ منل شوې ده، خو ترکمنستان غواړي دغه پروژه د دولت آباد د ګازي حوزې څخه د افغانستان تر پولې په خپله پلې کړي په داسې حال کې چې نړیوال کنسرسیوم وايي د دغه کار سره دغه کنسرسیوم زیان ویني او که چېرې دغه څلور هېوادونه د نړیوال کنسرسیوم له‎لوري د دغې پروژې د پلي کېدو غوښتونکي دي باید اجازه ورکړي چې د دغې پروژې ټول پړاوونه د دغه کنسرسیوم له‎لوري پلي شي.

خو پاکستان د یوه نړیوال کنسرسیوم له‎لوري د دغې پروژې د پلي کېدو غوښتونکی دی؛ ځکه چې دغه هېواد هم د سیاسي اړخه او هم د فني اړخه په دغې پروژې کې د افغانستان او هند په څېر شاملو هېوادونو سره ستونزې لري.

د پاکستان د کانونو او نفت وزیر شاهد خاقان عباسي څرګنده کړه: " د ګاز د پایپلاین د غځولو لپاره د یوه کنسرسیوم ټاکل اړین دی؛ ځکه چې دغه څلور هېوادونه خپلې ځانګړې سیاسي، تخنیکي او امنیتي ستونزې لري او یو خپلواک شرکت نه‎شي کولای دغه کار ترسره کړي؛ ځکه چې دغه پروژه ډېره لویه ده چې کابو ۱۰ میلیارده ډالره په هغې پانګونه کېږي، باید یو کنسرسیوم جوړ شي چې موږ د هغې په لټه کې یو".

افغانستان چې د دغې پروژې د پلي کېدو سره به ډېره زیاته ګټه ترلاسه کړي؛ د هغې د چټکې پلي کونې غوښتونکی دی، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر وايي چې هڅه کوي ترڅو خبرې اترې پایله ورکړي او د دغې پروژې د پلي کولو کار ډېر ژر پيل شي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر داوود شاه صبا څرګنده کړه: " افغانستان په داسې وضعیت کې دی چې د دغې پروژې د دواړو اجرايي پړاوونو سره مرسته کوي او د ګاز د پېرونکو هېوادونو یعنې پاکستان او هند سره د دغې پروژې په پلي کونې کې همکارۍ ته چمتو دی، افغانستان دې ته اندېښمن دی چې دغه پروژه په خپل ټاکلي وخت کې پلي نه‎شي او افغانستان هره ورځ د یوې نوې ستونزې سره مخ شي".

بلخوا ترکمنستان وايي که چېرې نړیوال کنسرسیوم په ترکمنستان کې د دغې پروژې د پلي کېدو غوښتونکی دی باید د دغه هېواد ۲۰ شرطه ومني.

د هېواد د کانونو وزیر په وینا د دغې غونډې د بې پایلۍ په اوږدو کې، د ټاپي ۲۰ غونډه به د روان زېږدیز کال د مې په ۱۴ نېټه په کابل کې پیل شي.

د (ټاپي) تر نامه لاندې د ګاز پایپلاین به په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز د لېږد له ظرفیت سره او د کابو ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدو سره د ترکمنستان د دولت آباد څخه پيل او د پاکستان فاضلیکای سرحدي سیمې ته د قندهار او چمن ولایت څخه په تېرېدو سره او وروسته له هغې به هند ته ورسېږي.

ټاکل شوې په دې پروژې کابو ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه وشي او افغانستان به د دغې پروژې څخه د ارزانه ګاز د رانیولو سربېره په ۳۰ کلونو کې د ۳ تریلیونه متر مکعب ګاز سره سره د ګاز د ټرانزیت څخه کابو ۴۰۰ میلیونه ډالره هم عاید ولري.

که څه هم ټاکل شوې وه په دې غونډه کې د دغې پروژې د پيل وخت او د هغې پلي کوونکی شرکت وټاکل شي؛ خو د

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه