د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویلي دي چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې له وچکالي سره د مبارزې په موخه ۴۰ میلیونه ډالره مرسته کړې
د کرنې وزارت وايي چې دا پیسې به په وچکالي ځپلو ولایتونو کې ولګول شي.
دا وزارت وايي چې ددې مرستو تر څنګ په یو شمېر ولایتونو کې د خوراکي توکو لړۍ هم دوام لري.
دا وزارت وايې په په روان کې کال کې په هیواد کې دوه میلیونه او شپږ لکه کسان وچکالي ځپلي دي.
د کرنې وزیر محمد آصف رحیمي وايي چې دوی او ملګرو ملتونو د وچکالي د مخنیوي په موخه له نړیوالې ټولنې ۱۴۲ میلیونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې چې تر دې دمه یې ۴۰ میلیونه ورکول شوي دي.
ښاغلي رحيمي وویل:« د کرنې وزارت د ځپل شویو یو نوملړ تیار کړ چې ۲۰۰ زره کورنیو ته پکې خوراکي کوپون په پام کې نیول شوی دیچې ۱۴۰ زره کورنیو ته دا کوپان رسیدلی دی.»
دا وزارت وايي چې نیژدې ۳۰ زره ټنه غنم، زر ټنه وریجې او یوه اندازه اصلاح شوي تخمونه په وچکالي ځپلو ولایتونو کې ویشل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه