Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې په بې مخینې توګه د طلا د بازارونو ځوړ

د کورونا ویروس د خپرېدو او هېواد کې د ګرځ بندیز په لړ کې، د کابل د زرګرانو ټولنه په بازارونو کې په بې مخینه توګه د سرو زورو د پلور له ځوړه خبر ورکوي. 

د سرو زرو یو شمېر پلورونکی وایي چې د نژدې دوه میاشتو ګرځ بندیز له امله یې اوس کارونه له بې مخینې ځوړ سره مخ شوي دي.

په کابل کې د سرو زرو پلورونکی فرید طلا وايي:«بازارونه له سل سلنې څخه ۳۰ او یا هم ۴۰ سلنې ته راغلي دي.»

په کابل کې د سرو زرو پلورونکی عبدالمبین جویا هم څرګندوي:«له هغې وروسته کله چې افغانستان ته کورونا ویروس راغلی زموږ کار او بار کم شوی دی.»

د کابل د زرګرانو ټولنه وایي چې د هېواد په بازارونو کې د سرو زرو د پلور بې مخېنې کمښت هېواد ته د سرو زرو د وارداتو د کموالي لامل شوی دی.

د کابل ښار د زرګرانو د ټولنې رییس ذبیح الله حبیبي وايي:«که چېرې سیاسي او اقتصادي وضعیت ښه وي، د خلکو عاید ښه وي، خلک ډېره لېوالتیا پيدا کوي. هغه وخت بیا د طلا واردات زیاتېږي. که چېرې د خلکو اقتصاد ښه نه وي، په ټول کې واردات وي.»

د کسبګرو او هټیوالو خونه وایي چې په ښارونو په تېره بیا پلازمېنه کې د وروستیو دوو میاشتو ګرځبندیز تر ټولو ډېر زیان دې خونې ته رسولی دی او اوس مهال ګڼ کسبګر د خبرو کارونو د بېرته پېلولو توان نه لري.

شریک یي کړئ