د نړیوال بانک د تازه اټکل له مخې به افغانستان د کورونا ویروس له کبله روان زیږدیز کال کې منفي پنځه اعشاریه پنځه سلنه وده وکړای شي.
د دغه راپور له مخې د پانګونې او خدماتو د برخې زوال به افغانستان سږ کال له بدو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي.
بلخوا د اقتصاد وزارت وايي، د کورونا منفي اقتصادي پایلې به نه یوازې سږ کال بلکې راتلونکي کال کې به هم افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
په ۲۰۲۰ زیږیز کال کې د نړۍ پر اقتصاد د کورونا ویروس د اغېز په تړاو د نړیوال بانک موندنې د دې ښودونه کوي چې، په افغانستان کې ډېر بد اقتصادي وضعیت حاکم دی.
په دې راپور کې په ۲۰۲۰ زیږیز کال کې د منفي ودې له امله د افغانستان نوم د سوېلي اسیا هېوادونو په سر کې راغلی دی.
د مالیې وزارت ویاند سهراب بهمن وویل:«د کورونان ویروس خپرېدل د سترو ننګونو د رامنځته کېدو لامل شوی او د دغه وضعیت اغېزې به راتلوونکو کلونو ته هم پاتې شي.»
د نړیوال بانک د دې راپور له مخې، په افغانستان کې د پانګونې، سوداګرۍ او د صادراتو کمښت د بد اقتصادي وضعیت له لاملونو په ګوته شوي دي.
د مالوماتو او احصایه اداره وايي، د افغانستان د اقتصادي ودې یوازینۍ اساسي برخه چې هغه هم کرنیزه برخه ده، سږ کال به په ښه وضعیت کې وي.
د احصایې او معلوماتو ادارې مرستیال حسیب الله موحد په دې اړه څرګنده کړه:«سږ کال ډېر بارانونه وورېدل او دغې چارې پر کرنې ښه اغېز لرلی دی.»
له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه د تازه مېوو او سبو د صادراتو پر وړاندې له اوسنیو ننګونو د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، که چېرې حکومت د پاکستان د لارو د خلاصون لپاره لازمې تابیاوې ونه نیسي؛ نو دغه کار به د کروندګرو د عوایدو د ځوړ تر څنګ، د هېواد سوداګرۍ ته به ګڼ مالي زیانونه هم واوړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرايي پلاوي رییس زمان هاشمي وویل:«همدا اوس زموږ د صادراتو فصل دی خو د پاکستان لارې تړلې دي نورو هېوادونو ته زموږ ټرانزیټ مناسب نه دی له همدې امله زموږ ستونزې ډېرې دي او موږ پوهېږو چې دا به زموږ د اقتصادي ځوړ لامل شي.»
تر دې مخکې د سوداګرۍ او پانګونې خونې پاکستان ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د درې میاشتني درېدو او په هېواد کې د وړو او منځنیو سوداګریزو چارو رکود په هیواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ د زیاتېدو لاملونه په ګوته کړي وو.
په دې اړه مو اندونه