Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په نیمروز کې یو نوی هوايي ډګر جوړیږي

د ټرانسپورت او هوانوردي وزارت د نۍ په ورځ وویل په پام کې ده چې په نیمروز ولایت کې یو معیاري هوايي ډګر جوړ کړي

دا وزارت وايي چې د ۱۴ کیلومترو مربع په مساحت یو پراخ هوايي ډګر به په یاد ولایت کې جوړ شي.

دا وزارت وايي چې دا هوايي ډګر له نیمروز څخه ۱۷ کیلومتره لرې جوړیږي.

د ټرانسپورت وزارت وايي چې اوسنی هوايي ډګر چې الوتنې ترې ترسره کیږي د ښار په د ننه کې دی او خوندي نه دی نو د همدې لپاره دا وزارت په پام کې لري چې له ښار څخه د باندې هوايي ډګر جوړ کړي.

دا وزارت وايي چې دوی اوس دوه میلیونه ډالره په واک کې لري چې مقدماتي کارونه یې پرې وکړي.

د ټرانسپورت وزارت تخنیکي مرستیال سید مهدي سیدي طلوع نیوز ته وویل:« دا هوايي ډګر د ۶،۲ کیلومترو په اوږدوالي او ۲،۲ میتره پلن والي له نیمروز څخه فراه ولایت د غځیدلې لویې لارې په اوږدو کې جوړیږي.»

دا وزارت وايي چې د نیمروز د هوايي ډګر تر څنګ دا وزارت په پام کې لري چې په ځينې نورو ولایتونو کې هم هوايي ډګرونه جوړ کړي.

په نیمروز کې یو نوی هوايي ډګر جوړیږي

د ټرانسپورت او هوانوردي وزارت د نۍ په ورځ وویل په پام کې ده چې په نیمروز ولایت کې یو معیاري هوايي

Thumbnail

د ټرانسپورت او هوانوردي وزارت د نۍ په ورځ وویل په پام کې ده چې په نیمروز ولایت کې یو معیاري هوايي ډګر جوړ کړي

دا وزارت وايي چې د ۱۴ کیلومترو مربع په مساحت یو پراخ هوايي ډګر به په یاد ولایت کې جوړ شي.

دا وزارت وايي چې دا هوايي ډګر له نیمروز څخه ۱۷ کیلومتره لرې جوړیږي.

د ټرانسپورت وزارت وايي چې اوسنی هوايي ډګر چې الوتنې ترې ترسره کیږي د ښار په د ننه کې دی او خوندي نه دی نو د همدې لپاره دا وزارت په پام کې لري چې له ښار څخه د باندې هوايي ډګر جوړ کړي.

دا وزارت وايي چې دوی اوس دوه میلیونه ډالره په واک کې لري چې مقدماتي کارونه یې پرې وکړي.

د ټرانسپورت وزارت تخنیکي مرستیال سید مهدي سیدي طلوع نیوز ته وویل:« دا هوايي ډګر د ۶،۲ کیلومترو په اوږدوالي او ۲،۲ میتره پلن والي له نیمروز څخه فراه ولایت د غځیدلې لویې لارې په اوږدو کې جوړیږي.»

دا وزارت وايي چې د نیمروز د هوايي ډګر تر څنګ دا وزارت په پام کې لري چې په ځينې نورو ولایتونو کې هم هوايي ډګرونه جوړ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه