Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې د اقتصادي کړنلارو له نشتوالي د پانګوالو نیوکه

د پانګونې زیاتوالي په برخه کې د حکومت د هڅو سره سره هیواد کې د بهرنیو پانګوالو لیوالتیا کمه شوې ده.

په هېواد کې د خصوصي برخې پانګوال وايي چې دم‎ګړۍ، د ناامنۍ ترڅنګ، د پانګونې د جذب لپاره د روښانه کړنلارې نشتوالی په هېواد کې د پانګونې د ځوړ یو له لاملونو څخه دی.

نا امنۍ، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د ملاتړ لپاره د لازمو قوانینو نشتوالی، برېښنا او د ځمکې نشتوالی هغه ستونزې دي چې د هېواد پانګوال ورسره مخ دي.

هغوی وايي چې حکومت باید د پانګونې د حذبولو لپاره روښانه کړنلاره ولري.

د نړیوالۍ سوداګرۍ کارپوه اذرخش حافظي په دې اړه وویل:«که‎څه هم په هېواد کې د پانګونې لپاره لېوالتیا شته، خو تراوسه حکومت په هېواد کې د پانګونې د دوام او د پانګونې د وضعیت د ښه‎والي لپاره  روښانه لید لوری نه‎لري.»

اخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین په دې اند دي چې حکومت اوس مهال د پانګوالو د ستونزو هواري په برخه کې د پام وړ کارونه‎دی کړی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلي په دې اړه وویل:«دم‎کړۍ د صنعتي پارکونو قانون نشته او تراوسه د ناامنیو ترڅنګ نورې ستونزې لکه د ځمکې او برېښنا نشتوالید پانګوالو لپاره سترې ننګونې دي.»

دغه راز، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي،چې دغه وزارت د پانګونې د پراختیا په پار پروګرامونه پلي کړي دي.

د دغه وزارت ویاند وايي، په قوانینو کې د تعدیدلاتو سربېره له کورنیو محصولاتو د ملاتړ زمینه يې هم برابره کړې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي په دې اړه څرګنده کړه:«حکومت تراوسه د اوسنیو پانګونو د وضعیت د ښه‎والي لپاره ډېر کارونه کړي او همدارنګه د نویو پانګونو د زمینې د برابره لپاره ډېر څه کړي. له هغې ډلې د پانګونې قانون بیاکتل شوی دی.»

په هېواد کې د پانګونې د روښانه کړنلارې نشتوالی د دې لامل شوی چې په هېواد کې د پانګونې د جذب بهیر له ځوړ سره مخ شي.

شریک یي کړئ