Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پروان کې د انګورو او ممیزو د کار خونې د جوړوېدو کار پیل شو

په پروان ولایت کې د انګورو او ممیزو د پروسس د یوې کارخونې د جوړولو کار پيل شو. اخوا د پروان والي د ځمکو غصب د پانګوالو پر وړاندې لوی خنډ ګني.

 د ممیزو او انګورو د پروسس لومړۍ فابریکه دلته د پروان ولایت د بګرام په ولسوالۍ کې د دولت او خصوصي برخې لخوا په ګډه جوړېږي.

د دې فابریکې په جوړېدو سره به ۳۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره شي.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وايي پانګوال باید په هېواد کې له کرنیزې پانګونې سره هېواد ځان بساینې ته ورسوي.

هغه زیاته کړه:«د نړۍ پانګه‎وال کولای شي د هېواد په هره برخه کې پانګونه وکړي.خو هغوی چې له خپل هېواد سره مینه لري او د خپل هېواد او هېوادوالو په اړه فکر کوي،هغوی لېواله دي چې د حلالې ګټې ترڅنګ چې ترلاسه کوي یې، هېوادوالی یې هم د کار څېښتن شي.»

په دغې غونډه کې د پروان والي محمد عاصم عاصم هم وویل:«د ځمکې غصب او ناروا او ناقانونه نیونې له بده مرغه یو ستره ننګونه ده ې د افغانستان د جمهوري دولت په وړاندې،دولتي او سیمه‎ييزې ادارې دي.»

دا فابریکه په یوه ورځ کې د ۲۰۰ ټنه انګورو د پروسس وړتیا لري.

د پانګوالو په وینا دا کارخونه به په لومړي سر کې د کابل، پروان او کاپیسا ولایتونو له بڼوالو اته زره ټنه انګور وپیري.

د دغې کارخونې چارواکي وايي چې ۸۰ سلنه تولیدات یې له هېواد څخه بهرته به صادر شي.

په پروان ولایت کې د انګورو او ممیزو د کارخونې د مشرتابه رییس اکرام فاضل وویل:«په لوحه کې تاسې وینئ چې په کې لیکل شوې چې د انګورو او ممیزو د پروسس کارخانه.دغه نوم موږ د دې لپاره غوره کړ چې د شمالي یوو او شمالي له انګورو او ممیزو سره نه شلېدونکې اړیکه لري.خو زه تاسو ته ډاډ درکوم چې په دغې کارخونې کې مڼې،باذنجان رومي او نورې مېوې او سبزۍ به هم پروسس کړو او جوس یې هم تولیدوو.»

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا په دې اړه څرګنده کړه:«د کرنې او سوداګرۍ ترمنځ باید اړیکه وي،له بده مرغه چې زموږ په هېواد کې شتون نه‎لري او د دې عمده دلیل چې موږ د سوداګرۍ بیلانسي کسر لرو او زموږ ۹۰ سلنه سوداګرۍ وارداتي او ۱۰ سلنه صادراتي ده،اصلي ستونزه یې همدا ده.»

د  کرنې او اوبو لګولو وزارت په وینا دغه بنسټ له دغې کارخونې د مسلکي ملاتړ ترڅنګ له دې فابریکې سره ۶۰۰ زره ډالره هم مرسته کړې ده.

شریک یي کړئ