Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د ګمرکي صادراتو د طی مراحلو مرکز پرانیستل شو

د ګمرکي صادراتو د طی مراحلو مرکز نن پنجشنبې (د سلواغې په ۵ مه) د ملي یووالي حکومت د اجرايي رییس عبدالله عبدلله له خوا د کابل په هوايي ډګر کې پرانیستل شو.

اجرايي رییس وايي چې د دغه مرکز جوړېدل، د صادراتو د زیاتولي، د کورنیو تولیداتو د بازار موندنې، او د کورنیو تولیداتو د کچې لوړېدو په لور ګام دی، او باید په دغه مرکز کې، د بیوراکراسۍ مخنیوی وشي ترڅو سوداګر وګړای شي له هغه څخه په سمه توګه ګټه واخلي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:«د افغانستان د صادراتو زیاتوالی او د هېواد د صادراتي توکو لپاره نړیواله بازار موندنه، د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده؛ ځکه چې د سوداګریزو توکو د صادراتو زیاتوالی، په تېغه توګه پر سوداګرۍ، کرنې او د هېواد پر کورنیو تولیداتو اغېزه لري.»

دغه راز، په کابل کې د امریکا سفیر وايي، د دغه مرکز جوړول خلکو ته د افغانستان د راتلونکې په اړه یو متفاوت تصویر وړاندې کوي او دغه مرکز به د عوایدو په زیاتوالي کې هم ګټور ثابت شي.

په کابل کې د امریکې سفیر جان بس څرګنده کړه:« دغه مرکز به نه یوازې د عوایدو زیاتوالي سره مرسته وکړي د افغان سوداګرو لپاره یو فرصت هم دی او پر دې سره به د افغانستان یو ځانګړی تصویر نړیوالو ته وښودل شي.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا وايي، چې دغه بنسټ د هېواد سوداګرو ته د اسانتیا په موخه د سوداګرۍ په ۲۷ قوانینو کې د درې کلونو په اوږدو کې بدلون راوستی او سږکال به هم په پنځو قوانینو کې بدلون راشي.

هغه زیاته کړه:«موږ ژمن یوو ترڅو د ملي یووالي حکومت دا لیدلوری چې افغانستان  له یوه وارداتي هېواده په یوه صادراتي هېواد بدل کړو، حقیقت کړو.»

د سوداګرۍ اوصنایعو وزیر پر وینا دغه بنسټ په سوداګرو د جواز د مرکز په جوړېدو کار کوي ترڅو وکړای شي ټول جوازونه له یو پياوړي مرکز څخه له وخت ضایع کېدو پرته پر لاس راوړي.

شریک یي کړئ