د «البیروني» په نامه څېړنیز مرکز څېړنه ښیې چې هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدو او د امریکا لخوا د یو میلیارډ دالره مرستې کمښت سره به د افغانستان سره اقتصادي وده کې د پام وړ کمښت راشي.
د څېړنې د موندنو له مخې سږ کال به د ۱۳۹۸ مالي کال په پرتله د هېواد ملي صادراتو کچه شل میلیارډ افغانۍ کم شي.
د څېړنې له مخې که افغاانستان اقتصادي او سیاسي ریاضت په پام کې ونیسي، بیا هم اقتصادي وده لس سلنه کمه شي.
د البیروني څېړنیز مرکز څېړونکی، عمر جویا وايي:«د کرونا ویروس خپرېدو سره که دولت پرېکړه وکړي چې اقتصادي ریاضت پلی کړي او د دولت بودجه یو میلیارډ دالره کمه کړي، اقتصادي وده به یوولس سلنه کمه شي.»
څېړونکي وايي چې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان پيیلی توب لامل شوی چې د امریکا مرستو کمښت پر وړاندې افغانستان زیانمن شي.
د البیروني مرکز رییس، نذیر کبیري څرګندوي:«که یو میلیارډ ډالره د حکومت له بودجې کمې شي، په داسې حال کې له کرونا سره مبارزه تشویقي بسته غواړي، نه انقباظي بسته د مرستو کمښت چې پایله به یې ورانونکې وي.»
په همدې حال کې حکومت هڅه کوي چې ځان بساینې ته ورسیږي او نورو هېوادونو مرستو ته یې اړتیا کمه شي.
د مالیې وزارت ویاند، شمروز خان مسجدي وايي:«پر سوداګری او سوداګریزو فعالیتونو اغېزه لري، خو دا چې څومره کېږي، بین الاوزارتي کمېټه پرې کال کوي.»
همداراز د اقتصاد وزارت ویاند، محمدیونس سالک زیاتوي:«دې شرایطو کې د افغانستان اقتصاد د نړۍ او نورو هېوادونو په پرتله زیانمنونکی دی.»
اوس مهال هېواد کې له پنځوس سلنې زیاته ملي بودجه به بهرنیو مرستو تمویلیږي چې له ډلې یې اووه دېرش سلنه د امریکا مرستې دي.