Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین ته د افغانستان جلغوزو صادراتو درېدو په تړاو اندېښنه

چین ته د افغاني جلغوزې د صادراتو په ټپه درېدا د جلغوزې د سوداګرو او د پروسس د کارخانو مالکانو اندېښنې راپورته کړې دي.

په کابل کې د جلغوزې د پروسس یو شمېر کارخانې لرونکي وايي، دا مهال یې له سلو ټنو زیاته جلغوزه چین ته د صادرېدو لپاره  انبار پرته ده.

دوی وايي چین ته د صادرولو لپاره لسګونه ټنه جلغوزې برابرې شوي؛ خو اوس په ګودامونو کې ساتل کیږي.

په کابل کې د جلغوزو سوداګر، شېر علي ځدراڼ زیاتوي:« ډېر وخت کیږي چې زموږ جلغوزې چین ته له صادراتو پاتې دي؛ زموږ انبارونو کې ځای نشته.»

د جلغوزو د صادروونکو شرکتونو د مالوماتو لمخې دمګړۍ د چین هېواد په بازارونو کې د افغانستان د یوې کیلو جلغوزې بیه ۲۸۰۰ افغانۍ او د جلغوزې د مغز د یوې کیلو بیه تر ۷ زره افغانیو پورې رسیږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس، سید زمان هاشمي وايي چې چین ته د صادراتو درېدلو یې نورو هېوادونو ته پر دغه بهیر اغېزه نه ده کړې:«موږ اوسمهال نورو هېوادونو ته صادرات لرو.

هر کال د جلغوزو د صادراتو فصل په تلې میاشتې کې پیل او تر درېیو میاشتو پورې بشپړیږي؛ خو سږکال چین هیواد ته د جلغوزو په صادراتو کې د ځنډ له امله تر اوسه یوه زیاته اندازه جلغوزه چې چین هېواد ته د صادرولو لپاره برابر شوي و؛ دمګړۍ په ګودامونو کې ساتل کیږي او دغې مسالې سوداګر اندېښمن کړي دي.

 دمګړۍ د چین هېواد په بازارونو کې د افغانستان د یوې کیلو جلغوزې بیه ۲۸۰۰ افغانۍ او د جلغوزې د مغز د یوې کیلو بیه تر ۷ زره افغانیو پورې رسیږي.

شریک یي کړئ