Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین ته د افغانستان د جلغوزو صادرات بیا پیل شول

چین ته د افغانستان د جلغوزو د صادراتو بهیر له شلو ورځو درېدو وروسته بېرته پیل شوی دی.

چین ته د هوايي دهلیز له لارې د جلغوزو صادرات لومړی د نوي چینايي کال د رخصتیو او وروسته د کرونا ویروس د پراختیا په اړه د انديښنو له امله د ترکیش ایرلاینیز الوتکو د الوتنو د درېدو له امله درول شوي وو.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي چې له یکشنبې (د سلواغې له ۱۹مې) راهیسې د «ترکیش ایر» چین ته بېرته الوتنې پيل کړي دي او دغه شرکت د ورځې شل ټنه جلغوزې د هوايي دهلیز له لارې چین ته رسوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس سید زمان هاشمي په دې اړه وویل:«د ترکیش ایرلاینز شرکت الوتنې چې د یوې اوونۍ لپاره درول شوې وې، له نېکه مرغه بېرته پيل شوې او د ورځې ۲۰ ټنه جلغوزې چین ته صادرات لرو. زموږ صادرات د ۲۰۱۸ کال په پرتله ډېر ښه دي. تېره کال مو یو زره او ۷۰ ټنه صادرات درلودل او سږ کال تراوسه دوه زره ټنه جلغوزې مو صادرې کړې دي.»

له دې سره سره د جلغوزو د صادرونکو اندېښنې په بشپړه توګه پای ته نه دي رسېدلي.

دوی وایي د جلغوزو د صادراتو بهیر باید چټک شي او که داسې ونه شي هغه جلغوزې چې د صادراتو لپاره چمتو شوي دي له زیان سره به مخامخ شي.

د جلغوزو یو صادرونکی یعقوب خان منظور وايي:«دلته په افغانستان کې د جلغوزو د ساتلو لپاره مناسبې سړخونې نه لرو. له همدې امله د سوداګرو جلغوزې به خرابې شي. هوا ګرمېږي او جلغوزې په ګرمې هوا کې خپل وزن له لاسه
ورکوي او همدارنګه یو ډول مرض پیدا کوي چې د هغوی دانې تورې اوړي. که چېرې دغه ستونزه د کب تر ۱۵مې حل نه شي سوداګر به په مېلیونونو ډالرو زیان وکړي.»

د جلغوزو د صادرونکو ټولنې په وینا د جلغوزو د صادراتو له درېدو وروسته په کورنیو بازارونو کې په یو کیلو کې کابو دوه سوه افغانۍ کمښت راغلی او اوس د هېواد د سوېل ختیځو ولایتونو په بازارونو کې یو کیلو جلغوزي په ۲۵۰۰
افغانۍ پلورل کېږي.

په دې اړه د سوداګرو د اندېښنو په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نظر په اخیستو بریالي نه شوو.  

د جلغوزو ځينې صادرونکي وايي چې د الوتنو د درېدو له امله، څه باندې زر ټنه جلغوزې په زېرمو کې ګوټه شوې پرتې دي.

شریک یي کړئ