Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل هیله لري پر ایران لګېدلي بندیزونه دچابهار بندر اغېزمن نه کړي

ولسمشرۍ ماڼۍ هیله لري ترڅو له چابهار بندره د افغانستان ګټنه پر ایران د امریکا د بندیزونو د لګېدو له امله اغېزمنه نه شي.

د ولسمشرۍ ویاند هارون چخانسوري په دې اړه وویل چې چابهار بندر د افغانستان لپاره مهم دی او کابل، تهران او نوی ډيلي د تېرو څو میاشتو په لړ کې له جابهار بندره د استفادې د څرنګوالي په اړه سره غونډې لرلې دي.

هغه زیاته کړه چې پر ځانګړو طرحو او څرګندونو وړاندیزونو کار کېږي ترڅو د چابهار هغه برخه چې افغانستان، هند او ایران له هغې په ګډه کار اخلي، پر ایران د امریکا د لګېدو بندیزونو له امله اغېزمنه نه شي.

ښاغلي چخانسوري په دې اړه څرګنده کړه:«چابهار بندر د افغان حکومت لپاره ډېر مهم دی. د افغانستان، هند او ایران حکومتونو د تېرو څو میاشتو په لړ کې د چابهار په اړه غونډې لرلې او پر څرګندونو وړاندیزونو او طرحو کار کېږي ترڅو لږ تر لږه د چابهار هغه برخې چې افغانستان، هند او ایران پورې اړه لري او هغوی په ګډه له هغه کار اخلي د «امریکا له بندیزونو» اغېزمنه نه شي. په دې اړه هیلې شته.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ د امریکا بیاځلې پر ایران اقتصادي بندیزونه ولګول.

د امریکا دولت ویلي چې د ایران پر اسلامي جمهوري د اقتصادي بندیزونو بیالګولو څخه موخه دا ده ترڅو تهران بیاځلې د اټومي پروګرام په اړه د مذاکرې مېز ته حاضر شي. د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مۍ په میاشت کې اعلان وکړ چې دغه هېواد د ایران او د نړۍ د ځواکونو هېوادونو ترمنځ له تاریخي اټومي هوکړې څخه بهیر کېږي.

ټرمپ په خپل ټوېټر کې لیکلي:«پر ایران بندیزونه په رسمي توګه اجرايي شوي. دا بندیزونه، تر ټولو شدید هغه دي چې لګول شوي دي او په نوامبر میاشت کې دغو بندیزونو ته به زور ورکړل شي. هرڅوک چې له ایران سره معامله وکړي، له امریکا سره به معامله وکړي. زه د نړیوالۍ سولې په لټه کې یم، او ناغېړي نه کوم.»

پر ایران د امریکا په بندیزونو کې د اسعارو تبادله، د سرو زرو او ټولو ګرانبیه فلزاتو معامله، د ایران د موټر جوړولو صنعت، د قطعاتو تامین او د دغه هېواد د مسافر وړونکو الوتکو پېر او پلور شامل دي.

خو د بندیزونو بل او جدي پړاو درې میاشتې وروسته اجرا کېږي او دا پړاو د نفت او غازو، کېښتۍ چلوونې فعالیتونه او د بیمې خدمتونه په نښه کوي. د دویم پړاو له اجرايي کېدو موخه د ایران د اسعارو د پام وړ کموالی ښودل شوی دی.

دویم پړاو چې د نفتو او غازو بندیز په کې شامل دی د روان زیږدیز کال په نوامبر میاشت کې اجرايي کېږي او دا بندیزونه له ایرانه هند ته د نفتو پر وارداتو په نېغه اغېزه وکړي. هند له ایرانه د اومه نفتو درېیم ستر واردونکی هېواد دی.

د هندوستان ټایزم د ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ، په نوي ډیلي کې چارواکي نه یوازې د بندیزونو د لیرې کولو غوښتونکي دي، بلکې دا هېواد د نفتو د وارداتو لپاره د چابهار د اسټراټیژیک اهمیت په اړه په تېرو کې هم د استثنا غوښتونکی شوی وه.

که‎څه هم چارواکو ویلي چې دا هېواد به په ځانګړو شرایطو کې ځينې استثنائات به د ځینو نورو استثنائاتو په بدل کې د پام وړ وګرځي، خو دغه هېواد په رسمي توګه د داسې طرحې جزییات اعلان کړي نه دي.

تېره میاشت هند اعلان وکړ چې دغه هېواد همدارنګه د چابهار بندر د بشپړتیا لپاره ژمن دی.

د ۲۰۱۶ کال د مۍ میاشتۍ کې، د ایران، هند او افغانستان مشران له چابهار بندره په استفادې د یوه ټرانزيټي او سوداګریز دهلیز د او په سیمه کې د یوه سوداګریز مرکز د جوړېدو لپاره په تهران کې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د روان کال په فبرورۍ میاشت کې، ایران هوکړ هوکړه چې د ۱۸ میاشتو لپاره د چابهار بندر عملیاتي کنټرول هند ته وسپاري، د جون په میاشت کې د هند سوداګریز وزیر نېټین ګدکاري اعلان وکړ چې هېواد یې هڅه کوي ترڅو چابهاربندر تر ۲۰۱۹ زیږدیز کال پورې په بشپړه توګه عملیاتي شي.

له دې ټولو سره د درېواړو هېوادونو چارواکي هیله لري چې بندیزونه دغه سټراټېژیک بندر ته زیان ونه رسوي. تېره ورځ امریکا اعلان وکړ چې د غازو هغه نل‎لیکې چې له اذربایجان څخه د سوېلي دهلیز له لارې د روسیې له خاورې ترکیې او د سوېلي اروپا هېوادونه ته لېږدول کېږي له بندیزه به معاف وي.

د «برېټېش پټرولیم» د نفتو شرکت هم هڅه کوي چې له اذربایجان څخه د غازو د لېږد په پروژه کې د امریکا له بندیزونو معافیت واخلي.

باید یادونه وشي چې له اټومي هوکړه لیک څخه د ډونلډ ترمپ د وتو سربېره، د ایران او د نړۍ د پنځو ځواکمونو هېوادونو ترمنځ له هغې ډلې د اروپايي تولنې په ګډون، بریټانیا، فرانسه، المان د دغې هوکړې پر ساتنې ټینګار کوي او د ایران او اروپايي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د دوام لپاره اقداماتو ته مخه کړې ده.

د امریکا محدویتونه په دویم بندیز کې هم شاملېږي چې د هغه پر بنسټ به امریکا له ایران سره د معاملې د بهرنیو شرکتونو طرف به مجازات کړي.  

شریک یي کړئ