Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د هټۍوالو اعتراض: مسوولان له قرنطین سره دوګونی چلند کوي

په کابل ښار کې په لسګونه هټۍوال د کابل ولایت مقام مخې ته په لاریون لاس پورې کړ.

هغوی د کابل ولایت ځینې چارواکي په دوګوني چلند تورن وي او وايي چې د پیسو پر اخیستو پلورنځیو ته د فعالیت اجازه ورکوي.

هغه انځورنه چې طلوع نیوز ته رسېدلي دي د دې ښودنه کوي چې د بېلابېلو کارو بار د مخنیوي سربېره، د کابل ښار په منډوي کې ډېری پلورنځي، سهار مهال پرانیستل کېږي او خپل کارو بار ته په عادي توګه دوام ورکوي.

یو له دغو معترضو هټۍوالو میرویس په دې اړه وویل:«قانون باید پر ټولو یو شان عملي شي؛ بډې او د بډو اخیستل باید نه وي.»

د کابل ښار په منډوي کې ځينې هټۍوال وايي چې د ورځې په منډوي او ده افغانانو کې څو سوداګریز مرکزونه د بډو په ورکولو سره خپل کارونه مخته بیايي.

یو له دغو هټۍوالو اېمل په دې اړه څرګندوي:«څو مارکېټونه په ناقانونه توګه او د پيسو په بدل کې فعالیت لري. شونې ده چې له هغوی ډېرې پيسې غواړي چې نه شي یې ورکولای له همدې امله هغوی ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.»

بل هټۍوال محمد سرور هم زیاتوي:«هټۍوال د ولایت له دروازې سره راټول شوي. له هغه ځایه یې موږ دارالامان ته ولېږلو چې له والي صاحب سره ووینو. په ډېرو ستونزو سره مو ځان هلته ورسوه او تر څلورو بجو مو له والي صاحب سره د لیدو وخت واخیست.»

لله لومړۍ ورځې چې په کابل کې محدودیتونو ولګول شول، ځينې امنیتي ځواکونه په بېلابېلو برخو کې د اخازیو په اخیستو تورن شول.

اوس لیدل کېږي چې کسبه کاران د خپلو هټیو د پرانیستو لپاره د هڅو له زیاتوالي سره دغه تورونه او ستونزې زیاتې شوې دي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت نوماند وزیر د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په غونډه کې وویل چې یو زره او ۲۰۰ تنه پولیس د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. 

شریک یي کړئ