Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون پرانیستل شو

نن په کابل کې د «عالي دی افغاني دی» تر نامه لاندې د کورنیو تولیداتو نندارتون په رسمي توګه د حکومت او خصوصي برخې له خوا پرانیستل شو. دا نندارتون د څلور ورځو لپاره د ننداره چیانو پر مخ به پرانیستی وي.

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله، د دې نندارتون په پرانیسته کې وویل، د ځمکې نشتوالی، د برېښنا کمښت او د پورونو د سرچینو کمښت، هېواد کې د پانګه‎والو په وړاندې لوی خنډونه دي خو حکومت دې ستونزو ته تر یوې کچې رسېدنه کړې ده.

عبدالله عبدالله د دغه نندارتون د پرانیستې پر مهال د حکومت له خوا د خصوصي برخې پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.

ښاغلي عبدالله وویل:«دا داسې کار دی که‎چېرې وغواړئ خپل هېواد ته خدمت وکړو او هېواد له دې حالت څخه بهر کړو او د خلکو د ژوند د ښه‎والي په لور ولاړ شو، د خصوصي سکټور له پیاوړتیا پرته نه کېږي.»

اخوا د نندارتون جوړونکي خپل دا کار د خصوصي سکټور د ستونزو د هواري لپاره ډېر ګټور بولي.

 دوی له حکومته غواړي چې د خصوصي سکټور د ستونزو د هواري لپاره عملي پروګرامونه جوړ کړي.

د نندارتون جوړونکې ویدا پوپلزۍ وايي:«له دولت سره دې په نېغه خبرې وشي، هغه واټن چې د دولت او خصوصي برخې ترمنځ دی، کم شي ترڅو له منځه ولاړ شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر هغو شرکتونو چې خپل تولیدات یې دې نندارتون ته راوړي دي، په هېواد کې د پانګونې لپاره د زېربناو له نشتوالي شکایت کوي.

 دوی وايي، اوس‎مهال نا امنۍ، د برېښنا کموالی او د پانګوالو لپاره د پور ورکونې د سرچینو نشتوالی د دوی د کار پر وړاندې لویې ستونزې دي.

په دې لړ کې مېرمن کریمي چې خپل لاسي صنایع یې نندارې ته ایښي دي، د دغه نندارتون د اغېزمنتیا په تړاو داسې وايي:«دا ډول نندارتونونه زموږ لپاره د بازار موندنې په برخه کې ۸۰ سلنه ګټور دي چې له نړیوالو سازمانونو او نورو شرکتونو سره معرفي کېږي.»

په دغه نندارتون کې څه باندې ۱۷۰ تولیدي شرکتونه خپل تولیدات د څلورو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کوي.

حکومت د عالي دی افغاني دی نندارتون د کورني تولید په تړاو د معلوماتو د تر لاسه کولو او دغه راز د کورنیو شرکتونو د ظرفیتونو د ښه پېژندنې لپاره یو فرصت بولي.

شریک یي کړئ