Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کانونو وزارت: پوروړي شرکتونه دې یوې میاشت کې خپل پورونه پرې کړي

د کانونو وزارت د دغه وزارت پوروړو شرکتونو ته یو میاشت وخت ورکړی که چېرې په دې موده کې خپل پورونه پرې نه کړي، لویې څارنوالۍ ته به معرفي شي.

د کانونو وزارت ویاند وايي چې دا پرېکړه د کانونو د عوایدونو په راټولو کې د روڼتیا په پار نیول شوی دی.

په دغه نوملړ کې د قاري زاده د رب جوړولو شرکتونه ۲۸۶ مېلیون افغانۍ او هاشمي ګروپ بیا څه باندې ۱۱مېلیونه افغانۍ له کانونو وزارته پوروړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیرمطفي وايي:«که چېرې دغه شرکتونه خپل پورونه په ټاکل شوي وخت پرې نه کړي، هغوی به د وزارت له خوا لویې څارنوالۍ ته معرفي شي چې د هغوی په اړه د اړوند قانون په رڼا کې ممنوع الخروج او مُلکیت یې ضبط شي.»

د کانونو اړوند د دغو ۱۷ شرکتونو ټول پور چې له کلونو راهیسې یې نه دی پرې کړی، شاوخوا ۴ مېلیونه ډالرو ته رسېږي.

پر طبیعي سرچینو د څار شبکې رییس ابراهیم جعفري وویل:«ځينې دغه ستونزې د تړونونو د ستونزو له امله دي. ځینې دغه ستونزې د فشارونو له امله چې شونې ده بېلابېلو خواو، سیاسي فشارونه چې شونې ده د دغو پورونو د ځنډولو لپاره له تړونوالو پر وزارت وارد شوي وي. دا نوملړ چې خپور شوی د دغې تایید کوونکی دی چې پياوړې سیاسي څېرې او ډلې په تړونونو کې شامل دي.»

د کانونو په برخه کې ځینې کارپوهان وايي، حکومت په دې وروستیو کلونو کې د کانونو له برخې هغسې چې لازمه وه، عواید نه دي ترلاسه کړي او لامل یې هم د کانونو د مدیریت او د هغو د عوایدو د راټولولو په برخو کې د حکومت بې پروګرامي بللې ده.

شریک یي کړئ