Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اطلاعاتي مرکز کې څلوېښت سلنه رايې ثبت شوې

د ټاکنو کمیسیون وايي د اطلاعاتو په مرکز کې يې په تېرو ورځو کې څلوېښت سلنه رايې ثبت کړې دي. 

د ولسي جرګې ټاکنې چې له ترسره کېدو يې ۲۵ ورځې تېرېږي، لا هم د تورو او سپینو رایو د بېلونې اړوند تر نیوکو لاندې دي. 

د اطلاعاتو مرکز ته بایومټریک دستګاوو رايې ثبتېږي، خو د ټاکنو کمیسوین د ټکنالوژۍ برخې مسوولین وايي، تر اوسه ورته د ۱۶ ولایتونو بایومټریک دستګاوې را رسېدلي دي. 

سید ابراهیم سادات وايي: «د ۱۶ ولایتونو بشپړ معلومات مرکز ته لېږدول شوي دي، چې ټول نهه سوه زره ثبتونې را ښيي، دا دستګاوې په فراه کې خرابې شوې، خو نورو ولایتونو کې هغه څه شوي چې نورمال حالت کې کېږي.»

سادات زیاتوي دوی د ټولو ولایتونو څېړنې پای ته رسولې او دې ته په تمه دي چې په نورو ولایتونو کې بیا شمېرنه پای ته ورسېږي او دوی يې معلومات خوندي کړي. 

د ټاکنو کمیسیون مسوولین وايي دوی د ۲۴ ولایتونو رايې بیا شمېري چې تر اوسه د پنځو ولایتونو بیا شمېرنه پای ته رسېدلې ده.

دا په داسې حال کې دی چې په کندهار، کندوز، فراه، پکتیا او ځینو نورو ولایتونو کې ځينې نوماندان او د ټاکنیز بهیر څارونکي له بیا شمېرنې خوښ نه دي او ځینې يې له بایومټریک پرته رايې د باور وړ نه بولي. 

کندوز کې تېره دوشنبه (د لړم ۲۱مه) معترضو نوماندانو ټینګار وکړ، چې دوی ته له بایومټریک پرته رايې هیڅ ارزښت نه لري. 

د قدیر حسین خېل په نوم یو معترض نوماند وايي کندوز کې شوې ټولې ټاکنې له درغلیو ډکې وې او ټینګار کوي چې له بایومټریک پرته رايې هیڅ ورته د منلو نه دي. 

هغه زیاته کړه، باید د ټول کندوز رايې له سره وشمېرل شي: «له بایومټریک پرته رايې په هیڅ صورت نه منو، د ټول کندوز رايې باید بیا وشمېرل شي، کنه موږ به پراخ لاریونونه وکړو.» 

معترضو نوماندانو په یوه پرېکړه لیک کې، چې یوې نوماندې مرضيې رستمي ولوست، هم پر پورته غوښتنو ټینګار کړی. 

د دوی دویمه او درېیمه غوښتنه کې راغلي: «د ټاکنو په پایلو کې د تغیر عاملین باید وپېژندل شي او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي او له بایومټریک پرته رايې دې باطلې اعلان شي.»

د ټاکنو د څار یو بنسټ فیفا، د ولایتي او مرکزي ټاکنیزو کارکوونکو په اړه د نوماندانو بې باورۍ ته ګوته نیسي. 

د دې بنسټ اجراییه مشر یوسف رشید وايي: «په ځينو ولایتونو کې نوماندان پر دې راضي نه دي، چې په ولایتي سطحه يې رايې بیا وشمېرل شي، غواړي کابل ته يې راولېږي، دا پخپله د بې اعتباري او په عین حال کې د داسې غیر شفاف شاهدي ده چې ښايي د مشخصو نوماندانو په ګټه وي.»

ځينې څارونکي هم پر بیا شمېرنه باوري نه دي، د اغا شیرین په نوم یو تن څارونکی وايي: «پایلې له کتابچې په ریزلټ شیټ کې رسېږي، څه ضمانت موجود دی، چې یو صفر به پکې نه اضافه کېږي؟»

د ولسي جرګې ټاکنې د تلې (۲۹-۲۸)ترسره شوې، چې لومړنۍ پایلې يې باید د لړم په نولسمه اعلان شوې وای، خو ټاکنو کمیسیون ویلي دوی به يې د لېندۍ پر درېیمه اعلان کړي. 
 
شریک یي کړئ