Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دولتي امکاناتو کارولو په اړه نوماندانو ته د ټاکنو کمېسیون خبرداری

د ټاکنیز وشکایتونو کمېسیون وايي د کمپاینونو پرمهال د دولتي او نړیوالو امکاناتو کارول ټاکنیز تخلف شمېرل کيږي. د یاد کمېسیون ویاند، علي رضا روحاني څرګندوي که نوماندان دې موضوع ته د ټاکنیز وناندرو پر مهال پام ونکړي، نو جدي چلند به ورسره وشي.

دا کمېسیون همداراز د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته هم ګواښ کوي چې که په کارونو کې یې لاس وهنه وکړي نو قانوني چلند به ورسره وکړي.

ښاغلی روحاني وايي یوازې د ټاکنو کمېسیون کولی شي چې د رسنیو تخلفات وڅېړي او نور تخلفات او تخطۍ د ټاکنیز شکایتونو کمېسیون دنده ده او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په کې د مداخلې حق نلري.

دی وړاندې وايي: یوازې یو استثنا مورد لرو چې د رسنیو د تخلف موضوع څېړنه ده، دا موضوع د ټاکنو کمېسیون د رسنیو کمېټه څېړي او ګوري چې نوماندان څه کوي؟

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند، سیدحفیظ الله هاشمي وايي د رسنیو تخلف او تخطي د ټاکنو کمېسیون د صلاحیتونو له ډلې دی: قانون دي سم ولولي او ودې ګوري چې د چا صلاحیت دی؟ که داسې وه نو په قانون کې د رسنیو کمېټه ولې جوړېده ـ نو د رسنیو کمېټه څه وکړي، ودې ګوري چې نوماندان څه کوي؟

هېواد کې د ټاکنو لپاره د نوماندانو ټاکنیزې ناندرې د جمعې پر ورځ پیل شوې او د روانې میاشتې تر شپږ ویشتمې په دوام کوي.

د ولسي جرګې ۲۴۹ څوکیو ته ۲۵۰۰ تنو ځانونه نوماند کړي چې د تلي په اته ویشتمه به له غزني پرته د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې ټاکنې ترسره شي.

نوماندانو د ټاکنیزو کمپاینونو په دریمه ورځ خپل پروګرامونه خلکو ته وړاندې کړل. ټاکل شوې چې د ولسي جرګې ټاکنې د روانې تلې میاشتې په ۲۸مه ترسره شي

شریک یي کړئ