Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ختیځ کې د نوم‎لیکني ۱۱۳ مرکزونه امنیتي ګواښ سره مخامخ دي

د هېواد په ختیځ کې ټاکنو کمېسیون مسوولین وایي، په ننګرهار، لغمان، نورستان او کونړ ولایتونو کې کابو ۱۱۳ د نوم لیکنې مرکزونه د لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي.

له دې ډلې د ننګرهار ولایت کې ۴۸ مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي چې له ډلې یې ۱۹ په حصارک، ۱۱  په شېرزادو او پاتې نور یې په پچیراګام، هسکه‎مېنه، مومندرې او نازیانو ولسوالۍو کې دي.

د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی، فرهاد کمال‎زی وايي:«یوازې هغه ستونزه چې موږ ته رامنځته شوې ده، هغه دولت کړې چې امنیت یې نه دی تامین کړی او که امنیت تامین ني، خلک نشي کولی چې په ټاکنو ګې ګډون وکړي.»

د ننګرهار اوسېدونکی، نظرمحمد وايي:«اوس په حصارک ولسوالۍ کې ټاکنې نه کېږي، موږ له د ولت څخه غواړو چې دلته ټاکنې ترسره شي او خلک یې ترڅنګ دریږي.»

همداراز د لغمان ولایت په لغمان کې بیا ۳۸ مرکزونه، نورستان کې ۲۰ او کونړ کې کابو اوه د نوم لیکنې مرکزونه چې په ولسوالیو کې دي له امنیتي ستونزو سره مخ دي.

لغمان کې بیا ۱۲۴ ټاکنیز مرکزونه دي چې له ډلې یې ۳۸ تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې دي، له دې منځه تر ټولو لوی خنډونه په الینګار او دولت شاه ولسوالیو کې دي.

د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې ۳۳ مرکزونه دي چې د ۲۵ له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي او همداراز د دې ولایت په  دولت شاه ولسوالۍ کې ۱۸ مرکزونه دي چې ۸ یې تر سخت امنیتي ګواښ لاندې دي. او په بادپښ او الیشنګ کې هم امنېتي ستونزې شته چې لږ تر لږه د ۱۰ مرکزونو په تړاو یې امنېتي اندېښنې ښودل شوي.

کونړ کې بیا د ۱۳۷ مرکزونو له ډلې یوازې ۷ یې تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې دي.

د دې ولایت والي، وحیدالله کلیم‎زی مني چې په دې ولایت کې اووه مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي.

دی وايي:«په اوو مرکزونو کې څه ناڅه ستونزې هڅه کوو چې د عملیاتو په ترسره کولو سره مناسب امنیت رامنځته کړو تر څو دا مرکزونه د امنیتي ګواښونو خلاص شي.»

همدازار بیا ۷۹ مرکزونه په نورستان کې دي چې له ډلې یې کابو ۲۰ مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي، له دې منځه ډېری یې په وانټ وایګل او منډول ولسوالیو کې دي.

همداراز په نورګرام او کامدیش کې هم یو شمېر مرکزونه له ګواښ سره مخامخ دي.

د یادو ولایتونو اوسېدونکو له حکومت څخه غواړي چې د مرکزونو امنیت تامین کړی تر څو ښځې او نارینه وتوانیږي راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.

د هېواد په ختیځه حوزه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې دا مرکزونه د ترهګریزو بریدونو او نا امنیو پراختیا له کبله له امنیتي ګواښونو سره مخامخ شوي دي

شریک یي کړئ