Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خوست کې د نوم‎لیکنې پر مرکز برید د دوو سرتېرو ژوند واخیست

د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي چې دوو وسله‎والو چې ښځینه برکې یې پر سر وې د نوم‎لیکنې پر یوه مرکز برید کړی دی.

د خوست ولایت امنیه قومندان، اختر محمد نورزی وايي(نن شنبې د غبرګولي۵مه) دوو تنو وسله والو چې ښځینه برکې یې پر سر وې د نوم لیکنې مرکز ته نېږدې یو پولیس او یو هم د ملي اردو سرتېري باندې ډزې کړې او له سیمې تښتېدلي دي.

ښاغلی نوروزی زیاتوي چې پېښه د خوست ښار اړوندې سیمې، مندوزیو ولسوالۍ کې شوې او یادو سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی او بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

د خوست امنیه قومندان وايي پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې وسله‎والو د نوم لیکنې سیمې ته نېږدې له سره برکې ایسته کړي او په ډزو یې پیل کړی.

د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

امنیه قومندان وايي چې دا برید خلکو دښمنانو کړی، خو د کومې ډلې نوم نه اخلي.

د برید برید مسوؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت(د غويي۱۶مه) د خوست ښار په یوه جومات کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکز د ځای پر ځای شوي ماین له کبله چاودنه وشوه چې په پایله کې یې ۱۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

د خوست امنیه قومندان، عبدالمنان ویلي وو چې په دې پیښه کې ۳۴ کسان ټپيان دي. په وژل شویو کې یوه ښځه هم شامله وه.

په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.

د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي پېښه نن له غرمې مخکې کابو ۱۱ بجې د خوست ښار اړوندې سیمې، للمه کې شوې چې دوو سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ