Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بایومېټریک ۴۴۰۰ دستګاوې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورکړل شوې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د بایومېټریک ۴ زره او ۴۰۰ دستګاوې دغه کمېسیون ورکړل شوې او ټاکل شوې ده چې ډېر ژر ټولې دستګاوې هغوی ته ورکړل شي.

دغه دستګاوې نن له غرمې مخکې رسنیو ته وښودل شوې.

د دغه کمېسیون په وینا، له دغو دستګاو کاراخیستنه ډېره اسانه او د ګرځنده ټلېفون په څېر ده او د ټاکنو په ورځ د یوه رای ورکوونکي د جزییاتو ثبتول تر یوې دقیقې ډېر وخت نه نیسي.

بلخوا د احصایې او مالوماتو ملي ادارې رییس وايي چې د بایومېټریک پېژاند ټولې پېرل شوې دستګاوې به، تر راتلونکې یوې اوونۍ کابل ته راوسېږي او کمېسیون ته به ورکړل شي.

د دغه بنسټ مشر زیاتوي چې د دغو دستګاوو سرورونه به هم د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ټاکنو ته ۲۳ ورځې پاتې دي. د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له دې وړاندې ویلي که‎چېرې د بایومېټریک پېژاند ټول وسایل دغه کمېسیون نه ونه رسېږي، ټاکنې به د تېر په څېر ترسره شي.

د انتخاباتو کمېسیون له هغې وروسته په ټاکنو کې د رایو ورکوونکو کې د بایومېټریک کېدو پرېکړه وکړه چې ځينو سیاسي ګوندونه او بهیرونه له دغو توکو څخه په ګټنې د ټاکنو د ترسراوي غوښتونکي شول.

هغوی ګواښ کړی و که‎چېرې ټاکنې د تېر په څېر ترسره شي، له پراخو درغلیو سره به مل وي او هغوی به له ټاکنو سره پرېکون وکړي.

اوس چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې ترڅو په ټاکنو کې له بایومېټریک پېژاند څخه کار واخلي، ستر ملي ایتلاف وايي چې دغه کمېسیون باید هغوی ته ډاډ ورکړي چې دغه توکي په ټاکنو کې روڼتیا تضمینوي.

ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې، د تلې په ۲۸ مه ترسره شي.

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې رییس وايي چې د بایومټریک پېژاند ټولې پېرل شوې دستګاوې به، تر راتلونکې یوې اوونۍ کابل ته راوسېږي او کمېسیون ته به ورکړل شي.

شریک یي کړئ