د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د بایومېټریک ټولې دستګاوې کابل ته راوسېدې او ټاکل شوې ده چې له ځنډ پرته دغه دستګاوې د ملي دفاع وزارت په همکارۍ ولایتونو ته ولېږدول شي.
د کمېسیون په وینا، ټاکل شوې ده چې د رایو ورکولو مرکزونو ته د بایومېټریک د ۲۱ زره دستګاوو لېږد بهیر د یوې او یا دوه ورځو په لړ کې د پیل شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«همدا نن بسته بندي یې دوام لري. ۷۴ ولسوالیو ته چې لارې یې ناامنې او ستونزمنې دي، د چورلکو په واسطه به ولېږدول شي، او ټاکل شوې ده چې چورلکې حساس او غیر حساس ټاکنیز توکي او همدارنګه د رایو ورکوونکو د نوملړ په ګډون چې نن له چاپه راوتلی- او د بایومېټریک دستګاوې د همدې ورځې تر پایه ولایتونو ته رسېږي او ټاکل شوې چې ۷۰ ناامنو ولسوالیو ته سبا واستول شي.»
د ولسي جرګې ټاکنو ترسراوي ته یوازې ۱۴ ورځې پاتې دي. دغه کمېسیون زیاتوي، د ټاکنو په ورځ د رایو ورکوونکو په مرکزونو کې د بایومېټریک دستګاوو څخه د کار اخیستنې د مسوولو کارکوونکو د ګمارنې بهیر هم پای ته رسېدلی دی.
پر ټاکنو یو شمېر څار بنسټونه تر راتلوونکو دوو اوونیو د ټاکنو د ترسره کېدو پرمهال د دې آلو د چمتو کولو او بسته بندي ستونزمن بولي.
د افغانستان پر ټاکنو د څار بنسټ غړی حبیب شینواری هم وايي:« له بایومېټریک څخه څه ډول استفاده کوئ؟ کارکوونکو ته څه ډول روزنه ورکوئ؟ او هغه نور توکي چې تراوسه نه دي رسېدلي څه ډول به واستول شئ؟ د دغو پنځه زره او سلو مرکزونو لپاره څه ډول به ووېشل شي او خلکو ته به د درغلیو د مخنیوي لپاره څه ډول ډاډ ورکړل شي.»
ټاکل شوې، د بایومېټریک یوویشت زره دستګاوې په ټول هېواد کې ټاکنیزو مرکزونو ته ولېږل شي او له دې دستګاوو څخه به په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي په موخه کار واخیستل شي.