Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غزني اوسېدونکي: د ټاکنو کمېسیون دفتر دې پرانیستل شي

د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکي او د مدني ټولنې غړي تور لګوي چې حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي په دې ولایت کې د ټاکنو ترسره کېدو هوډ نلري.

دوی یکشنبې ( د چنګاښ۳مه) کابل کې د یوې اعتراضیه خبرې ناسته کې دا مطلب څرګند کړ.

دوی وايي، سره له دې چې له ډېرو ورځو راهیسې په غزنې کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر او یو شمېر د رایې ورکړې لپاره مرکزونه تړلي دي، خو حکومت  د دې ستونزې هوارۍ په موخه هېڅ کار نه دی ترسره کړی.

یو تن اعتراض‎کوونکی، هادي عالمي وايي:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر په غزني کې چې تړلی دی، یوه مهمه موضوع ده، حکومت او نړیواله ټولنه باید دا ستونزه پای ته ورسوي.»

دا په داسې حال کې ده چې کابو یوه میاشت مخکې د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکو په حوزوي توګه د ټاکنو ترسره کېدو په غبرګون کې په دې ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر وتړلو.

په همدې حال کې یک‎شنبې هم اعتراض کوونکو د ټاکنو حوزوي کېدو سره پر مخالفت ټینګار وکړ او په دې ولایت کې یې د نا امنیو ترڅنګ د ټاکنیزو توکو نه رسېدل هم ستونزه وبلله.

همدازار د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې په غزني کې د ستونزې په اړه د مسوؤلو بنسټونو ترمنځ ناسته ترسره کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی، حفیظ هاشمي په دې اړه وايي:«سبا به د ټاکنو کمېسیون کې په دې اړه ناسته ترسره شي او په دې اړه تګلاره به وړاندې شي ترڅو د غزني ستونزه پای ته ورسږي.»

کابو یوه میاشت مخکې په غزني ولایت کې یو شمېر خلکو د ټاکنو حوزوي کېدو په غبرګون کې دې ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه‎ييز دفتر وتړلو

شریک یي کړئ