Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو د لومړني نوملړ اعلان وځنډول شو

ټاکل شوې وه چې تېره شپه، د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو لومړنی نوملړاعلان شي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون، تراوسه دغه نوملړ خپور کړی نه دی.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مهال‎وېش له مخې د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو لومړنی نوملړ د چنګاښ په اومه باید خپور شوی وای.

خو د پنجشنبې په ورځ، د دغه کمېسیون منشي ژمنه وکړه چې د نوملړ د پنجشنبې د شپې تر ناوخته به اعلان شي – هغه ژمنه چې حقیقت نه شوه.

خو ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد وايي چې ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو د سندونو لومړنۍ څېړنې پای ته رسېدلي او لومړنی نوملړ له فني او مسلکي څېړنو وروسته به اعلان شي.

ښاغلي صیاد په دې اړه وویل:« په بیړه هغه پاک او سچه نوملړ او هغه نوملړ چې په هغه کې ټول معیارونه او شرطونه په پام کې نیول شوي ووي او په فېزیکي او فني څېړونو کې زموږ د همکارانو له خوا واجد شرایط وبلل شي د کمېسیون د وېب‎پاڼې له طریقه به له خلکو سره شریک شي.»

د غزني په ټاکنو کې ننګونې

‌‌‌د ټاکنو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې د ولسي جرګې د نوماندانو لومړنی نوملړ اعلان کړي چې په غزني ولایت کې تراوسه هېڅ یوه نوماند د ټاکنو لپاره نوم‎لیکنه نه ده کړې.

د افغانستان د شهروندي (وګړي) بنسټ غړی مبشر په دې اړه وايي:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون، سلیقه‎يي چلند دې نه کوي او د افغانستان له خلکو سره دې دوګونی چلند دې نه کوي او هغه څه چې قانون د حق لپاره ورکړي باید قانوني چلند وکړي.»

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس دې ته حاضر نه دی چې دغو مخالفتونو ته ځواب ورکړي.

له دې ټولو سره، له دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي د غزني ولایت په اړه د دغه کمېسیون پرېکړه نه ګرځېدونکې بللې ده.

شریک یي کړئ