Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو د ورځې امنیتي پروګرام وروستی شو

د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال اجمل عابدي د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د ټاکنو د امنیتي غونډې په ترڅ کې د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت په اړه د امینتي ځواکونو له چمتووالي ډاډ ورکړ.

د ټاکنو کمېسیون له امنیتي چارواکو سره په ناسته کې له دې ادارو وغوښتل څو د رایې ورکوونکو د ۵ زره او ۷۴ ټاکنیزو مرکزونو ته د ټاکنیزو توکو په رسولو کې ورسره مرسته وکړي او دغه راز د دغو مرکزونو امنیت ټینګ کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مالي او اداري مرستیال معاذ الله دولتي په دې اړه څرګنده کړه:«اندېښنه دا ده چې خدای مه کړه د سیاسي مسایلو د اغېزې له امله د یوې سیمې مرکزونه چې امن دي د ناامنۍ رپوټ یې ورکړي او هغه سیمه چې ناامنه دي د امنیت رپوټ یې ورکړي.»

په همدې حال کې امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونه د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره بشپړ چمتوالی لري.

د ملي امنیت د پالیسۍ مرستیال اجمل عابدي وویل:«موږ خپل چمتووالی لرو، نن په کورنیو چارو وزارت کې زموږ چمتووالی بشپېږي او د ټاکنو له کمېسیون سره شریکېږي. د امنیت د تامین په اړه بله ستونزه نشته.»

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر د ټاکنو پر بهیر د طالبانو ګواښونه پر افغانانو برید ګڼي او دا کار سولې ته د ژمنتیا سره په ټکر کې بولي.

په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون  وايي د شاوخوا سلو نوماندانو په اړه اسناد په لاس کې لري خو په ټاکنو کې د کړکېچ رامنځه کېدو له وېرې نه غواړي چې دغه نوماندان له وروستي نوملړه لیرې کړي خو زیاتوي ډېر ژر به د ولسي جرګې د ټاکنو د پنځلسو نوماندانو نومونه له نوملړه لیرې کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیاله حمیرا حقمل وايي:«داسې کسان وو چې د اخطار په جدي نوملړ کې وو، هغه وخت د دوی دوسیې له موږ سره بشپړې نه وې، خو اوس بشپړې شوې دي. داسې کسان هم شته چې د اخطاریې په نوملړ کې هم نه وو، خو اوس د امنیتي بنسټونو په مرسته پېژندل شوي چې ډېر ژر د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له خوا به وایستل شي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد هم په ډاګه کړه:«د ټاکنو کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره ښه همغږي لري. هغه شکایتونه چې موږ ته رارسېدلي انشاالله چې ډېر ژر د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره یوځای په دې اړه پرېکړه ونیول شي.»

یو شمېر دغو نوماندانو د ولسي جرګې د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره قانوني عمر نه دی پوره کړی، له خپلو دندو یې استعفاوې نه دي کړي او دغه راز ځینو له کمېسیون خبرداري هم ترلاسه کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون زیاتوي، ټولو ولایتونو ته ټاکنیز توکي رسېدلي او د تلې میاشتې په اولسمه به ولسوالیو ته د دغو توکو د لېږد  بهیر هم پیل شي.

شریک یي کړئ