Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو لپاره د نوم‎لیکنې بهیر ۱۰ ورځې نور وغځيد

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر لس ورځې نور هم تمدید کړ. ټاکل شوې وه چې د ولایتونو په مرکزونو کې دا بهیر د غبرګولي په ۱۷مه پای ته ورسیږي.

یاد کمېسیون د شمېرو له مخې د (وري۲۵) تر اوسه څه باندې ۳ ملیونه ۴۷۰ زره کسانو ټاکنو ته خپل نومونه ثبت کړي دي چې لږ تر لږه یو میلیون يي مېرمنې دي.

اخوا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخواني چارواکي او پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، اوسنی کمېسیون تر دې دمه د ورکړیو شمېرو د ثابتولو لپاره کوم سند نه لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رئیس، فضل‎ احمد معنوي وايي:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه پورې داسې سیستم نه دی جوړ کړی چې د نوم لیکنې کره شمېره وښيې، تر اوسه ډیټابیس نشته، هغه څه چې کمېسیون وايي د ټلفون څخه یې ترلاسه کوي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رئیس، نجیب‎الله احمدزی هم زیاتوي:«دا شمېرې نه دي تثبیت شوې، اومې شمېرې دي، کله چې دا شمېرې ډیټابیس ته شاملې شوې، زه فکر کوم چې شمېرو کې به زیات بدلون راشي او دا شمېر به ډېر کم شي.»

پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو د مالوماتو له مخې خلک چې د نوم لیکنو په مرکزونو کې د خلکو ونډه کمه ده او په ځينو ولایتونو کې زور واکي او مسوولین په جعلي تذکرو سټیکرونه وهي او په لږ عمر لروونکو کسانویې هم تذکرې ویشلې دي.

د فیفا اجرایوي رییس، یوسف رشید وايي:«که د ټاکنو خپلواک کمېسیون ډېر ژر د مالوماتي بانک په برخه کې کار ونکړي، د دې مسایلو کنټرول او ساتنې لپاره ګام پورته نکړي له نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ، فکر کوم چې په پای کې به د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي د پخوانیو کمېشنرنو حیثیت او آن د یوه ملي خاین پرته به یې نوم بل څه نه وي.»

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وايي، اوس مهال  د اطلاعاتي بانک کار کوونکو ګورمارنې لپاره کار کوي، اجراییه ریاست د اطلاعاتي بانک په زر رامنځته کیدو ټینګار کوي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند، جاوید فیصل وايي:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون پوره وخت لري چې لیکل شوي نومونه په ډيټابیس کې ورسوي.»

د ټاکنو کمیسیون د مسولینو پروینا د نا امنیو له کبله به ښايي ۲۰ سلنه د نوم لیکنې مرکزونه تړلي وي.

دغه کمیسیون وايي، هڅې کويٍ هغه ۷۰۰ مرکزونه چې ټکنیز مواد ورته ندي رسیدلي او یاهم د نا امنیو له کبله تړلي دي بیرته پرانیزي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د نوم لیکنې له د پیل راهیسې تر دې دمه ۳ میلیونه ۴۷۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې چې لږ تر لږه یو میلیون يي مېرمنې دي

شریک یي کړئ