Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کمېسیون د تګلارې پر خلاف پکتیا کې د ټاکنیزو توکو ځای ‎پرځای کول

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تګلارې له مخې د یوه ټاکنیز مرکز څخه بل ته توکي نه لیږدول کېږي، خو طلوع نیوز ته رسېدلي انځورونه ښیې چې د پکتیا ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسیون سیمه‎ييز دفتر سرپرست د ګردیز په ښار کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې مرکز مسوولینوته د نوم لیکنو د کتابونو دلیږد په تړاو  وايي چې د دغه کار مسوولیت دی په خپله غاړه اخلي.

دغو سندونو کې ښکاري چې د دادګل له جومات، سپرې له ښوونځي، د درې او د بنوزې له ښونځیو څخه کتابونه مرکزي دفتر ته لیږدل کیږي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکی، جمال‎الدین آصف‎خېل وايي:«موږ له بېلا بېلو سیمو څخه اسناد لرو چې د شپې مهال یو شمېر کمېسیون کې د وکیلانو په ګټه پر پېژندپاڼو ټاپې کوي. آن د شپې یې په کورونو کې دوه نیم زره سټيکرې لګولي او درغلي یې کړې ده او دوام لري او په دې کې د کمېسیون کارکوونکي په مستقیم ډول لاس لري.»

د ټاکنو کمیسیون منشي، حفیظ‎الله هاشمي وايي، د دغه کمیسیون د قانون له مخې هيڅوک له یو مرکز څخه بل مرکزته د نوم لیکنې د توکو لیږدولو حق نلري.

ښاغلی هاشمي زیاتوي:«داسې ادعا نه یوازې له پکتیا بلکې له نورو ولایتونو څخه هم مطرح شوې ده، خو تر اوسه څو مستند کړې ه ده او که داسې څه وي نو کمېسیون یې په  اړه اقدام کوي.»

په همدې حال کې پرټاکنو د څار بنسټونه وايي، دغه بنسټ کره رپوټونه لري چې د نوم لیکنې صندوقونه یو نامالوم ځای ته لیږدول شوي دي.

د فیفا اجرایوي رییس، یوسف رشید څرګندوي:«د فساد او درغلیو په اړه مو راپورونه درلودل د نفوذو د اعمال او د نیابتي نومونو په اړه.»

د خپلواک کمیسیون وایي، د ټول هیواد په کچه ۹ میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې ده او ښايي د نوم لیکنې بهیر په هغو سیمو کې وغځول شي چې د ټاکنیز مواد وروسته ورته رسیدلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوه مرکز کتابونو لیږد بر مرکز ته غیر قانوني بولي او وايي چې دا موضوع به وڅېړل شي

شریک یي کړئ