Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کمېسیون د غړو ترمنځ مالي چنې؛ د ټاکنو پایلو اعلان کې د ځنډ لامل

د ټاکنو څار بنسټونه د کابل د پارلماني ټاکنو پایلو کې د ځنډ لامل د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو ترمنځ مالي مصلحتونه او چنې وهل بولي.

دوی وايي چې په کمېسیون کې مالي فساد ویجاړونکی دی او دا چې حکومت د دې بنسټ د غړو ګوښه کولو په اړه اقدام نه کوي، دا د پوښتنې وړ ده.

د ولسي جرګې ټاکنو له ترسره کېدو کابو درې میاشتې تېرېږي، خو د کابل د ټاکنو پایلې تراوسه نه دی اعلان شوې، څارونکي بنسټونه د دې ځنډ لامل په دغه کمېسیون کې جنجالونه ګڼي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس، محمد یوسف رشید وايي:«داسې موضوعګانې شته چې تخنیکي ریښه او یا کړنلاره نه‎لري او دا د بهیر د ځنډ لامل دی. دا ټول بحث مصلحتونو او د کمېسیون سلیقو پورې اړوند دی، له بده مرغه کمېسیون د مصلحتونو ښکار شوی او کېدای شي چې دا مصلحتونه ډېر مضر واوسي.»

د رڼو ټاکنو بنسټ ویانده، صغرا سعادت څرګندوي:«هغه مالومات چې موږ ته رارسېدلي دي ښیې چې کمېسیون په مالي او اخلاقي فساد کې ډوب دی او دا د ټاکنو د پایلو په اعلان کې د ځنډ لامل دی.‎»

څارونکي بنسټونه وايي پر ټاکنو څارونکې ادارې د فساد او کمزوري مدیریت له امله د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړو او یو شمېر نورو چارواکو له ګوښه کېدو سره موافق دي.

د افغانستان ځوانانو د روزنې مرکز مسوول، خلیل رووفي وايي:«د کمېشنرانو، د دارالانشا رییس او یو شمېر ولایتي رییسانو ګوښه کولو په اړه اجماع شته. اجماع د سفارتونو، ډونرانو، مدني ټولنې او حکومت ترمنځ ده، خو یو شمېر ځایونو کې حکومت اوږې تشې رامنځته کوي او موږ پرې شکمن یوو.»

د ولسي جرګې غړی، سخی مشواڼی زیاتوي:«د ولسي جرګې ټاکنې چې دومره بدنامې شوې دي، که دوی د ولسمشرۍ ټاکنې هم ترسره کړي نو افغانستان به له ناورین سره مخامخ کړي.»

له بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نهو ولایتونو د وروستیو پایلو د اعلان خبره کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال، عبدالعزیز ابراهیمي په دې اړه وايي:«د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خپله وروستۍ پرېکړه د نهو ولایتونو په تړاو چې بامیان، دایکندي، جوزجان سمنګان، ارزګان، نیمروز، زابل، لغمان او پروان په کې شامل دي د ټاکنو کمېسیون ته لېږلې ده. او دا کمېسیون به ډېر ژر دا پایلې اعلان کړي.»

له دې مخکې د ولسمشر دوهم مرستیال هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون ناتوانه وباله او په دغه بنسټ کې یې د اصلاحاتو د راتلو خبره وکړه.

څارونکي بنسټونه وايي پر ټاکنو څارونکې ادارې د فساد او کمزوري مدیریت له امله د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړو او یو شمېر نورو چارواکو له ګوښه کېدو سره موافق دي. مخکې له دې د ولسمشر دوهم مرستیال هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون ناتوانه وباله او په دغه بنسټ کې یې د اصلاحاتو د راتلو خبره وکړه

شریک یي کړئ