سرپل کې د ټاکنو خپلوا کمېسیون سیمهييز دفتر رئیس وايي چې لا هم په دې ولایت کې ۲۷ د رایو ورکولو لپاره د نوم لیکنې مرکزونه د امنیتي ګواښونو له کبله تړلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ولسوالیو کې د رایو ورکولو لپاره د نوم لیکنې له مودې کابو یوه اوونۍ تېره شوې ده.
سرپل کې د ټاکنو خپلوا کمېسیون سیمهييز دفتر رئیس، عزیز احمد رسولي پر دې حالت خواشني څرګندوي او زیاتوي که دا حالت دوام وکړي نو ډېر شمېر کسان به د رایو ورکولو له بهیر څخه بې برخې شي:«د ولایت په کچه ټوله کې له ۶۲ د رایو ورکولو لپآره د نوم لیکنې مرکزونه د مخالفینو تر واک لاندې سیمو کې دي، او له اوو تر نهو یې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي.»
ښاغلی رسولي بلخاب ولسوالۍ ته د ټاکنیزو توکو د نه لیږد په اړه هم اندېښنه لري او وايي:«له بده مرغه چې د ټاکنو لپاره توکي لا هم بلخاب ولسوالۍ ته نه دي رسیدلي او لامل یې د هوا خراب حالت وو او یا هم د ډېر مصروفیت له کبله د الوتکې نشتوالی.»
په همدې حال کې د سرپل ولایتي شورا د دارالانشاء مشره، معصومه رمضاني وايي چې بلخاب ولسوالۍ ته په کافي اندازه د پېژندپاڼو ورقې هم نه دي رسېدلي:«د یوې میاشتې له تېرېدو سره اوس یوازې یو نیم زره فورمې رسېدلي دي.»
په همدې حال کې د سرپل والي، محمد ظاهر وحدت هیلهمند دی چې د وسلهوالو طالبانو پټنځایونو له منځه وړو په موخه د پوځې عملیاتو ترسره کولو سره به د رایو ورکولو مرکزونه پرانیزي.
دی وړاندې وايي:«هیله لرم چې د ټاکنو ترسره کېدو پورې دلته پوځې عملیات ترسره شي تر څو وتوانیږو لا ډېر سایټونه پرانیزو او نور هم چمتو کړو د ټاکنو بحث لپاره.»
له دې سره سرپل کې د ټاکنو خپلوا کمېسیون سیمهييز دفتر د مالوماتو له مخې تر اوسه پورې ۳۶ زره د شرایطو وړ کسانو د ټاکنو رایو ورکولو لپاره په دې ولایت کې نومونه لیکلي دي.