Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: هېڅوک نشي کولی د ټاکنو خپلواک کمېسیون وګواښوي

اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله نن(دوشنبې د غويي۲۴مه) د وزیرانو شورا په ناسته کې د پېژاند پاڼو ‎پر کاپي د اسټېکرونو د لګولو په اړه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پریکړې پر بدلون نیوکه کوي.

ښاغلي عبدالله وویل چې هېڅوک نشي کولی د ټاکنو خپلواک کمېسیون وګواښوي، غړي یې تر فشار لاندې راولي او خپلواکي یې له پوښتنې سره مخامخ کړي.

ده زیاته کړه چې کمېسیون ګواښول د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دنده لري چې ټاکنې ترسره کړي او موږ دنده لرو تر څو امنیت تامین کړو او زمینه برابره کړو.

ښاغلي عبدالله د پېژاند پاڼو ‎پر کاپي د اسټېکرونو د لګولو په اړه د ټاکنو د خپلواک کمیسوین د پریکړې پر بدلون نیوکه کړې او وایي، هیڅوک حق نلري چې دغه کمیسیون وګواښوي.

ده څرګنده کړه:«هيڅوک حق نلری چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وګواښوي. دا د وسلواکۍ د پای ټکی دی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن شکایت لري چې د فشار لاندې دي او مسایل پر تحمیل کيږي.»

دا په داسې حال کېده چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دوه مرستیالان او یو غړی د تذکرو پر کاپي د سټیکرو لګولو پرېکړه غیرقانوني عمل بولي. دوی وايي چې د کمېسیون رئیس او ولسمشر په یوازې توګه دا پرېکړه کړې ده.

د دغه کمیسیون غړي د کمرې پر مخ څه نه وايي خو زیاتوي چې دا پریکړه د ټاکنو کمیسیون رییس او ولسمشر کړې ده. دوی زیاتوی له دې طرحې سره یوازې د ټاکنو کمیسیون رییس او یو غړی موافق دي، نورو رد کړې ده.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دغه پریکړه لیک له مخې چې طلوع‎نیوز ته رسېدلې د دغه کمیسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي، اداري او مالي مرستیال معاذالله دولتي، د ټاکنو کمیسیون غړي عبدالقادر قریشي او ملیحه حسن چې په دغه پریکړه لیک کې یې لاسلیک کړی دی.

دوی وایي چې د ټاکنو د قانون له مخې دغه کمیسیون نه شي کولی د ټاکنو د بهیر په لړ کې د ټاکنو اړوندې تګلارې بدلې کړي.

اجرائیه رئيس وايي چې خلک به هېڅ کله دا اجازه چا ته ورنکړي تر څو د دوی د رایو له برخلیک سره لوبې وشي

شریک یي کړئ