Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له بایومټریک دستګاوو ذخیرو ته د معلوماتو لېږد پیل شو

تر دوو اوونيو دوه ورځې اوړي، چې د ټاکنو کمیسیون مسؤلین له بایومټریک دستګاوو د معلوماتو د لېږد خبر ورکوي. 

د دې کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد وايي تر راتلونکو دوو اونیو پورې به د ټولو دستګاوو معلوماتو ذخیرو ته ولېږدول شي. 

هغه نن سهار په یوه خبري غونډه کې وویل: «څو سلنه رايې په دې خاطر چې بایومټریک کار نه دی کړی او دا چې د رایه ورکوونکو د نوم لړ پر اساس څومره کارېدلې، دا سلنه به وروسته معلوه شي، نن مو تاسې ته زحمت درکړ، چې دا ووینئ چې دا سیستم څنګه کار کوي، نن يې پیل دی.»

د ټاکنو کمیسیون چارواکي وايي تر اوسه ورته د ۲۳ ولایتونو بایومټریک دستګاوې را رسېدلې، چې دوی يې د معلوماتو لېږد پیل کړی دی. 
  
د دې کمیسیون د ټکنالوژې د برخې مسؤل سید ابراهیم سادات وايي: «بایومټریک دستګاوې باید له ریزلټ شیټونو سره یو ځای راوړل شوې وای، نن مو عملاً د ډیټا لېږد پیل کړ، ان‌شاء‌الله دوه اوونۍ کې به ختم شي.»

په ورته وخت کې له بایومټریک دستګاوو د معلوماتو د لېږد په برخه کې د سیاسي ګوندونو څارونکي لا هم د بایومټریک رایو پر موجودیت ټینګار کوي. 

د جمعیت اسلامي غړی نور الرحمن اخلاقي وايي ټولې رایې باید له سره وشمېرل شي، هغه وویل: «[چې] معلومه شي، کومو رایو کوډ خوړلی کومو نه؛ کومې بایومټریک شوې کومې نه؛ نو اړینه ده چې ټولې رایې بیا وشمېرل شي، درېیمه خبره دا ده چې چې زه دلته متوجه شوم، هغه دا چې هغه شمېر چې په هره بایومټریک دستګا کې شته، د هماغه محل د پایلو پر پاڼې ته د تفتیش لپاره لاړ شي.»

د ولسي جرګې ټاکنې چې له کندهار او غزني پرته د تلې په (۲۹-۲۸) ترسره شوې او کندهار کې یوه اوونۍ وروسته وشوې، باید پایلې يې د روانې میاشتې په نولسمه اعلام شوې وای.

د ټاکنو کمیسیون وايي د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې به د لېندۍ میاشتې په درېیمه اعلام کړي.

دا په داسې حال کې دی چې د ټاکنو کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو مدیریت هم په مخکې لري.
 
شریک یي کړئ