Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د نوم لیکنې په موده کې ۵۷ مرکزونه تړلي پاتې وو

په ننګرهار ولایت کې د رایې ورکونکو د نوم‎لیکنې د بهیر موده کې نېږدې شپیته مرکزونه تړلي وو چې کابو دوه سوه زره سټیکرې نا امنو سیمو کې له دې بهیره پاتې شوې دي.

په ننګرهار کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولایتي دفتر وايي چې په یاده موده کې د ننګرهار په اوو ولسوالیو کې ډېر شمېر مرکزونه تړلي وو او له ډلې یې په حصارک او شېرزادو ولسوالۍ کې یاده کچه لوړه وه.

د یاد کمیسون چارواکي وايي، حصارک، شېرزاد، نازیان، خوږیاڼي، شېرزاد، پچیراګام او سره رود هغه ولسوالۍ دي چې ۵۷ مرکزونه پکې تړلي او د همدې سیمو په ګډون د نا امنو مرکزونه دوه سوه زره سټیکرې له کارولو پاتې شوي دي.

ننګرهار کې د ټاکنو خپلواک کمیسون ولایتي دفتر رییس، ذبیح الله وګړی وايي:«که د ننګرهار امنیتي ځواکونه امنیت ټنیګ کړي، نو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر به یې په اړه پرېکړه وکړي.»

د ننګرهار ولایتي شورا غړي هم نیوکه کوي چې په یو شمېر ولسوالیو کې د نا امنیو له کبله مرکزونه تړلي وو چې ګڼ خلک له ټاکنیزو سټیکرو پاتې شوي او که په ټولیز ډول خلک له دې پروسې برخمن نشي ؛نو د راتلونکو ټاکنو مشروعیت تر سوال لاندې راولي.

د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال عبیدالله شینواری زیاتوي:«په حصارک، شېرزادو کې مرکزونه بند دي او په یو شمېر کمو ولسوالیو کې سټېکرې لګول شوي دي او هغوی هم مرکز ته نیږدي دي. نو ځکه ډېر سټېکر کم شوی دی.»

په ورته وخت کې غوښتنه کېږي چې حکومت باید هغه سیمو کې چې د نوملیکنې مرکزونه تړلي وو او یا پکې د نا امنیو له کبله ثبت کم شوی؛نو امنیتي شرایط دې ورته برابر شي او د ټاکنو کمیسون دې د بیا ځل لپاره هلته د پاتې شویو سټیکرو بهیر بیا پیل کړي.

د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکی، حمیدالله مشکور په دې اړه وايي:«کابو پنځوسو او شپېتو کسانو سره چې زه مخامخ شوی یم، ویل یې چې سټيکرې مو نه دي لګولي، دا یوه ستونزه ده، نو باید حکومت یو ځای ورته ځانګړی کړي چې پاټې کسان هم خپلو پېژندپاڼو باندې سټېکرې ولګوي.»         

 د ننګرهار اوسیدونکی، زیارمل په دې آند دی:«یو شمېر کسان یې مخه نیسي نو ځکه یې سټيکرې نه دي لګولي، حکومت دې لږ وخت ورکړي ورسره دې ملګري شي، خلک هم ملګري شي تر څو سټیکرې ولګول شي.»                        

په ننګرهار کې ټول ټال د رایې ورکونکو د نوملیکنې ۴۵۷ مرکزونه وو چې له ډلې یې یوازې څلور سوه مرکزونه خلاص پاتې وو چې پکې اته سوه زره کسانو نوملیکنه کړې ده.

په ننګرهار کې د ټاکنو خپلواک کمیسون د ولایتي دفتر د مالوماتو له مخې ننګرهار ته شاوخوا یو میلون ټاکنیزې سټیکرې ورکړل شوې وې چې دوه سوه زره یې له دې بهیره پاتې شوي دي.

د یاد کمیسون چارواکي وايي، حصارک، شېرزاد، نازیان، خوږیاڼي، شېرزاد، پچیراګام او سره رود هغه ولسوالۍ دي چې ۵۷ مرکزونه پکې تړلي دي

شریک یي کړئ