Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د ټاکنو کمېسیون سیمه ییز چارواکي څارنوالۍ ته معرفي شول

د هرات ولایت د ټاکنیزو شکایتونو دفتر په نوموړي ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر رییس او څو کارکوونکي د پراخو درغلیو په تړاو څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

د هرات د ټاکنو د سیمه‎ییز دفتر د مسوولینو ترڅنګ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مرکزي دفتر پلاوی چې د رایو د بیاشمېرلو پر بهیر د څارنې لپاره هرات ته تللی و هم څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.
 
هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سیمه‎ییزه رییسه فرشته هشام وايي:«هرات کې د ټاکنو کمېسیون چارواکي، په ځانګړې توګه د دغه بنسټ د مشرتابه په کچه ځواب ویوونکي دي.»

د هرات د ټاکنیزو شکایتونو سیمه‎يیز دفتر وايي د پراخو درغلیو له امله په نوموړي ولایت کې په لسګونه زره رایې هم باطلې اعلان شوې دي. خو د هرات د انتخاباتو د سیمه‎يیز دفتر مسوولین د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون دا کار له وخته وړاندې بولي او ټینګار کوي په درغلیو کې د دوی د لاس لرلو په اړه هېڅ سند نشته.
 
هرات کې د ټاکو کمېسیون سیمه‎ییز مشر احمد شاه قانوني وویل:«تراوسه موضوعګانې په سمه توګه څېړل شوې نه دي، هغوی تور پورې کړی او څارنوالي ته یې معرفي کړي؛ تر هغې چې اسناد نه وي او په سمه توګه څېړنه ونه شي، څه ډول شونې نه ده.»
 
په هرات کې د ټاکنو یو شمېر معترض نوماندان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د دې پرېکړې هرکلی کوي.
 
معترض نوماند بصیراحمد دانشیار څرګنده کړه:«دوی د خلکو زړورتیا تر پښو لاندې کړي، دوی د خلکو له پاکو رایو سره لوبې کوي؛ دوی باید ځواب ویوونکي وي او په علني توګه محاکمه شي.»
 
معترض نوماند غلام یحیي الکوزی وايي:«څارنوالۍ باید د هغو سرغړونو په مطابق چې دوی ترسره کړي، هغوی مجازات کړي.»
 
په هرات کې د ولسي جرګې ټاکنو له سلو زیات نوماندان د انتخاباتو پر لومړنیو پایلو اعتراض لري او دوې ورځې کېږي چې د دې ولایت د ټاکنو د سیمه‎يیز دفتر په مخکې یې د اعتراض خیمه درولې ده. دغه نوماندان ټاکنیز کمېسیونونه په درغلیو کې په لاس لرلو او په دې هکله د څېړنو په نه ترسره کولو تورنوي.

شریک یي کړئ