Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر:د رایې ورکولو د واجدینو شمېر دې له ټکنالوژۍ سره جوت شي

ولسمشر په یوه نوي فرمان کې د احصایې مرکزي ادارې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې د عصري ټکنالوژۍ په کارولو د رایو په شرایطو برابر کسان جوت کړي.

په دغه فرمان کې ولسمشر د مالیې وزارت او همداراز د ملي تدارکاتو ادارې ته دنده سپارلې چې د دې ټکنالوژۍ د بودیجې د تخصیص او تدارکاتي کارونو په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

له بلخوا یو شمېر سیاسي بهیرونه خبرداری ورکوي که د رایو ورکولو بهیر روڼ نه وي، غیرشفاف انتخابات به ونه مني او په ولایتونو کې به د ټاکنیزو کمېسیونونو دروازې وتړي.

په دې فرمان کې د دې وضاحت نه ده ورکړل شوی چې ایا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو په ورځ د رایې ورکوونکو لپاره له بایومټریک څخه کار اخلي او کنه. خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون منشي سید حفیظ الله هاشمي وايي چې د رایو ورکوونکو د بایومټریک حکم هم صادر شوی دی.

هغه زیاته کړه:«دا فرمان چې تراوسه په رسمي توګه کمېسیون ته نه دی رارسېدلی، خو په هر حال دنده ورکړل شوې چې یوه بله اداره د بایومټریک په اړه کار وکړي او له هغې د ټاکنو د روڼتیا لپاره کار واخیستل شي چې موږ ترې هرکلی کوو.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر دې دمه د رایو ورکوونکو شمېر له اته مېلیونو ډېر ثبت کړي دي خو یو شمېر سیاسي حرکتونه د واقعي رایو ورکوونکو شمېره له پنځه مېلیونو کمه ښيي او حکومت او د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو په مهندسي کولو تورنوي.

د ژوغورنې ایتلاف مشرتابه غړی امیر محمد اخندزاده په دې اړه وویل:«دوی په مېلیونه درغلۍ کړې دي او د ولسمشریزو او ولسي جرګې ټاکنو د درغلۍ لپاره لاره پرانیزي. دا کال هېڅکله د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه دی.»

سیاسي ګوندونو او بهیرونو شاوخوا لس ورځې مخکې له څو غونډو او ډېرو چنو وهلو وروسته حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته دوه اوونۍ وخت ورکړ چې د رایې ورکوونکو د بایومتریک، د ټاکنیز سیستم بدلون او د ټاکنو له بهیر څخه د څارونکو په اړه کره کړنلاره چمتو کړي.

اوس ولیدل شي چې د حکومت په دې ګام سره ګوندونه  او سیاسي حرکتونه د ټاکنو له روڼوالي ډاډه کېږي او کنه.

ولسمشر د یوه تازه فرمان په ترڅ کې د احصائیې ملي ادارې ته دنده وسپارله څو د ټاکنیزو کمېسیونونو، کورنیو چارو وزارت او نورو ادارو په همکارۍ د رایې ورکونکو دقیقه شمېره مالومه کړي.

شریک یي کړئ