Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشرۍ ټاکنې؛ مطرح ګوندونو تراوسه خپل دریځ نه دی اعلان کړی

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر پای ته پنځه ورځې پاتې دي، خو تراوسه یو شمېر مطرح ګوندونو په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون په هکله خپل دریځ نه دی اعلان کړی.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په داسې حال کې چې د یوې انتخاباتي ډلې د رامنځته کېدو پر سره د چنو وهلو په اړه خبرې کوي، وايي شونې ده چې د نوم‎لیکنې تر ورځ په ټاکنیزه ډله کې بدلون رامنځته شي.

د جزب اسلامي ویاند فضل غني حقمل په دې اړه وویل:«تر هغې چې یو ټکټ اعلان نه شي او نوم‎لیکنه ونه کړي هره شېبه په هغه کې د بدلون احتمال شته.»

د اسلامي جمعیت مشران هم ظاهراً کومې پایلې ته نه دي رسېدلي، خو د اجراییه ریاست ویاند وايي اسلامي جمعیت به ډېر ژر په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

 د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي څرګنده کړه:«موږ په دې باور یوو چې په راتلوونکو جوړښتونو کې د اجراییه ریاست شتون کولای شي په افغانستان کې پراخ ګډون او سیاسي ثبات تضمین کړي.»

د ملي جنبش ګوند مرستیال وايي جنرال دوستم به دا ځل په خپله په ټاکنیزو ډلو کې د مرستیال په توګه ګډون ونه‎کړي خو د دې ګوند یو غړی به معرفي کړي.

د ملي جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق وویل:«دا ځل د مرستیال صاحب پرېکړه دا ده چې له هر نوماند سره یوځای شي، خپل یو کدر به معرفي کړي.»

د کریم خلیلي په مشرۍ وحدت اسلامي ګوند هم له جنبش ګوند سره موافقه کړې چې په ګډه له یوې ټاکنیزې ډلې ملاتړ وکړي.

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند غړی اسدالله سعادتي زیاتوي:«موږ له اسلامي جنش سره هوکړه کړې چې یوځای ځو او له نورو اړخونو سره هم د سلامشورې په حال کې یوو.»

له بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي یو شمېر خپلواکو نوماندانو هم د نوم لیکنې لپاره تیاری نیولی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي په دې اړه څرګنده کړه:«د ځينو هېوادوالو د اړیکو نیولو په مطابق لکه زلمي رسول او ښاغلي فرامز تما په څېر او ځینو نورو څېرو هم اړیکه نیولې وه چې د دغې اوونۍ پر پایه به نوملیکنه وکړي.»

که څه هم ولسمشر غني او د ملي امنیت پخواني سلاکار محمدحنیف اتمر او یو شمېر نورو سیاسي څېرو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره تیاری ښودلی خو تراوسه یې ټاکنیزې ډلې نه دي اعلان شوې. 

شریک یي کړئ