Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشرۍ ټاکنې؛ ګلبدین حکمتیا هم نوم لیکنه وکړه

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن (شنبه د مرغومې ۲۹ مه)له غرمې وروسته په رسمي توګه د راتلوونکي کال ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم‎لیکنه وکړه.

فضل الهادي وزین د هغه د لومړي مرستیال او قاضي حفیظ الرحمان نقي د دویم مرستیال په توګه د هغه په ټاکنیز ټکټ کې حضور لري.

ګلبدین حکمتیار د ۱۳۹۵ کال په تلې میاشت کې له حکومت سره له کلونو مخالفت وروسته، د سولې تړون لاسلیک کړ او له هغې وروسته کابل ته راغلی.

د ښاغلي حکمتیار لومړی مرستیال، د اسلامي علومو څېړونکی او د هېواد په پوهنتونونو کې اسلامي علوم تدریسوي.

د حکمتیار دویم مرستیال هم اسلامي علوم لوستي او په سترې محکمه کې د کار تجربه لري.

ګلبدین حکمتیار د ولسمشرۍ ټاکنو نهم نوماند دی چې په رسمي توګه نوم‎لیکنه کوي. له دې مخکې عبدالطیف پدرام، حکمیم تورسن، سیدنور الله جلیلي، عنایت الله حفیظ، زلمي رسول، نورالحق علومي، فرامرز تمنا او حنیف اتمر هم د راتلوونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم‎لیکنه کړې ده.

ګلبدین حکمتیار په ټاکنو کمېسیون کې تر نوم‎لیکنې وروسته په خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې اوسنی نظام باید بدلون وکړي؛ ځکه چې د هغه په باور دغه نظام «د وینې تویېدو، جګړې او وژنې» د دوام لامل شوی دی. هغه ملي یووالی حکومت په فساد تورن وي او وايي چې دا حکومت تر ستوني په فساد کې ډوب دی.

حکمتیار وايي چې د افغانستان د اساسي قانون لپاره بدیله طرحه لري، چې له اوسني اساسي قانون څخه په «ځلونو غوره او جامع» ده.

د ښاغلي حکمتیار له نوم‎لیکنې لږ وروسته، د احمد شاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود هم د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندۍ لپاره نوم‎لیکنه وکړه.

د لوړو زده کړو پخوانی وزیره فریده مهمند د لومړۍ مرستیالې او د پوهنتون استاد عبدالطیف نظري د احمد ولي مسعود د دویم مرستیال په توګه معرفي شوي دي.

احمد ولي مسعود ۵۴ کاله عمر لري او د انګلستان په ویسټ منسټر پوهنتون کې د سیاست په برخه کې زده کړه کړې ده.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم‎لیکنې بهیر د روان کال د مرغومې میاشتې له ۱۳مې نېټې پیل او سبا (یکشنبه، د مرغومې ۳۰ مه نېټه) د دغه بهیر وروستۍ نېټه ده.

رحمت الله نبیل هم د ولسمشر کېدو لپاره ډګر ته راودانګل

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم د شنبې ورځې په وروستیو شېبو کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم‎لیکنه وکړه.

د ښاغلي نبیل ټاکنیزې ډلې «امنیت او عدالت» له شعار سره د ولسمشرۍ ټاکنو د سیالیو ډګر ته راودانګل. ښاغلی نبیل ۵۱ کلن دی او پاکستان په پېښور پوهنتون کې زده کړې کړې دي.

هغه له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۲ زیږدیز کال پورې د ملي امنیت د عمومي رییس په توګه کار وکړ.او په دې وروستیو کې یې د افغانستان د خلکو محور په نامه بهیر جوړ کړ.
 
مراد علي مراد چې د افغانستان په ملي پوځ کې د کار تجربه لري، د هغه د لومړي مرستیال په توګه معرفي شوي دی ښاغلی مراد ۵۸ کلن دی او په پوځي برخه کې یې زده کړې کړې دي.

هغه د طالبانو رژیم له پرځېدو وروسته د ملي دفاع وزارت په بېلابېلو پستونو کې کار کړی دی. مراد څو ورځې مخکې د کابل ګارنیزیون له ریاسته استعفا وکړه او د نبیل له ټاکنیزې ډلې سره یوځای شو.

د ښاغلي نبیل دویمه مرستیاله ۵۷ کلنه مسعوده جلال ده چې هغې د کابل پوهنتون کې زده کړې کړې دي او لومړنۍ مېرمن د چې د ۲۰۰۴ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې هم ځان نوماند کړی و.

مېرمن جلالي د ۲۰۰۴ کال له ولسمشریزو ټاکنو وروسته د حامد کرزي په کابینه کې کار کړی. مېرمن جلالي د ملګرو ملتون سازمان د خوړو په پرورګرام او کابل پوهنتون کې د کار تجربه په خپله کارنامه کې لري.

ټاکل شوې چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله هم په دغو ټاکنو کې د نوماندانو په توګه نوم‎لیکنه وکړي.

ولسمشرۍ ټاکنې به د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۹ نېټه ترسره شي. 

شریک یي کړئ